په کندوز کې درنه جګړه روانه ده

د سټاف راپور

کندوز، افغانستان -- رسنیو د اکتوبر په ۳ مه راپور ورکړ چې په وروستیو کې په کندوز ښار کې د طالب اورپکو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې طالبانو د اکتوبر په ۲ - ۳ مه شپه له څلورو خواوو نه په کندوز ښار حمله وکړه، خو عسکرو هغوی بېرته په شا وتمبول، او زیاته یې کړه چې تر اوسه پورې یو پولیس په جګړه کې وژل شوی دی.

ځایي چارواکو د اکتوبر په ۳مه تایید کړه چې افغان هوایي ځواک د کندوز ښار په لمنو کې د طالبانو په سنګرونو باندې بمباري وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500