کابل -- طلوع نیوز د اکتوبر په ۱۳ مه په افغانستان کې د ایتلاف د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې افغان طالبان، په می میاشت کې د دغې ډلې د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له مړینې راهیسې، تر مالي فشار لاندې دي.
د راپور له مخې، طالبان په محلي خلکو باندې غیرقانوني ماليې زیاتوي چې دا ښیي چې هغوی له سخت مالي فشار سره مخامخ دي.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، چارواکو وویل چې مالي فشار به د هغوی په عملیاتي تیاري باندې تاثیر وکړي.