کابل -- په افغانستان کې د یاغیانو پرضد عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر اورپکي او ۱۰ تنه افغان امنیتی پرسونل ووژل شول.
افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۳مه وویل، افغان امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۹۳ تنه اورپکي ووژل او ۷ تنه نور یې بندي کړل.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې ۸ تنو عسکرو هم له اورپکو سره د نښتو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.
طلوع نیوز د کونړ د والي د ویاند عبدالغني مصمم له قوله خبر ورکړ چې د اکتوبر په ۲۲مه د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته د اورپکو له حملې څخه وروسته جګړه ونښته چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او ټپیان شوي، په داسې حال کې چې ۲ تنه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
خامه پرېس د اکتوبر په ۲۴مه راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل، امنیتي ځواکونو همدارنګه د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۹ تنه جنګیالي ووژل.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د ننګرهار چارواکو د اکتوبر په ۲۲مه ادعا وکړه چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې یې د داعش لږ تر لږه ۵۴ تنه اورپکي ووژل.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، ۴ تنه ملکي خلک هم هغه وخت ووژل شول چې د داعش اورپکو په سیمه کې د عامو خلکو کورونو ته اور ورته کړ.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې په اساس، اخوا په کندوز ولایت کې د جلا عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان ووژل شول.
پژواک خبري اژانس ته د اکتوبر په ۲۳مه چارواکو وویل، په جوزجان او فراه ولایتونو کې د امنیتي نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۶ تنه نور یاغیان ووژل شول.