افغان ځواکونو ۱۳ اورپکي ووژل؛ ۱۳۱ کیلوګرامه نشه یي مواد یې ونیول

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۲۵مه راپور ورکړ چې په وروستیو وختونو کې په کابل او بادغیس ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان ووژل شول، په داسې حال کې چې پولیسو په وروستیو وختونو کې په ننګرهار ولایت کې ۱۳۱ کیلوګرامه نشه يي توکه ونیول.

سېلاب قول اردو د اکتوبر په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، سرتېرو په وروستیو وختونو کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه اورپکي ووژل.

د بادغیس ولایت د امنیې قوماندان امیرشاه نایب د اکتوبر په ۲۵مه وویل، عسکرو وروسته له هغه دوه تنه نور یاغیان ووژل چې د اورپکو یوې ډلې د دغه ولایت په رباط سیمه کې په امنیتي پوستو باندې حمله وکړه.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال سید اغا نوراني د اکتوبر په ۲۵مه وویل، د افغانستان د نشه ییزو توکو پولیسو په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې درې تنه شکمن کسان ونیول او ۳۸ کیلوګرامه هیرویین، ۵۰ کیلوګرامه اپین او ۴۳ کیلوګرامه چرس یې ترې ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500