کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د ډسمبر په ۲مه وویل چې امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل، او زیاته یې کړه چې عسکرو دوه تنه شکمن اورپکي هم ونیول.
په ورته وخت کې، خامه پرېس د ډسمبر په ۱ راپور ورکړ چې ویرجنو خلکو په وروستیو کې د ۲۰۷ قول اردو قوماندان جنرال محی الدین غوري د هغه په پلرني ولایت هرات کې خاورو ته وسپاره.
په جنازه کې افغان ولسمشر اشرف غني، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو، د ملي امنیت رییس او نورو جیګپوړو چارواکو برخه واخیسته.
غوري د نومبر په ۲۹مه په بادغیس ولایت کې د هلیکوپتر د را لوېدلو په پېښه کې مړ شو. ویل کیږي چې الوتکې تخنیکي ستونزې لرلې.