د کندوز ۴۰ ویجاړ شوي ښوونځي بیا ورغول شول

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز سې شنبه /د فبروري ۷ مه/ راپور ورکړ چې د کندوز ولایت د ښوونې او روزنې ریاست هغه ۴۰ ښوونځي چې د اورپکو او عسکرو تر منځ جګړه کې ویجاړ شوي ول بیا رغولي دي.

د کندوز د ښوونې او روزنې د ریاست سرپرست محمد رستم احمدي رسنیو ته وویل، یادې ادارې دا ښوونځي د هغو ۴۰.۳ میلیونه افغانیو (۶۰۲۳۲۳ امریکایي ډالرو) په لګښت جوړ کړل چې د ښوونې او روزنې وزارت او اغاخان فاونډیشن څخه یې ترلاسه کړي ول.

هغه زیاته کړه، فرنیچر او نور د اړتیا وړ شیان هم له همدغو پیسو څخه واخیستل شول.

د کندوز والي اسدالله امرخیل وویل، اورپکو ته به اجازه ورنه کول شي چې د کندوز ښوونځي ویجاړ کړي، او زیاته یې کړه چې د ټولو هلکانو او نجونو ښوونه او روزنه د هغه د سر لومړیتوب دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500