په افغانستان کې د واورې له ګټونو د مړو شمېر ۱۹۱ ته ورسید

ای ایف پي

کابل -- ای ایف پي راپور ورکړ چې چارواکو د جمعې په ورځ /د فبروري ۱۰مه/ وویل، په داسې حال کې چې د نجات عملیات په بدترینو ځپل شویو سیمو کې روان دي د راشو یا د واورې ګټونو د ښویېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۱۹۱ تنو ته پورته شوی دی.

په افغانستان کې په ۲۲ ولایتونو کې سختې واورې وشوې چې د واورې ګټونه یې را وښویېدل، او په نتیجه کې یې ودانۍ ویجاړې شوې او ډېر خلک په واوره ځپلو کورونو کې مړه شول.

د حوادثو د مدیریت د وزارت مرستیال محمد اسلم سایس ای ایف پي ته وویل، «بدترین ځپل شوی ولایت نورستان دی، چېرې چې لږ تر لږه ۶۸ کسان ووژل شول.»

هغه وویل، مقاماتو په داسې حال کې چې په دې اونۍ کې هوا بهتره شوه د نجات هڅې زیاتې کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500