کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱مه) راپور ورکړ چې افغان مقاماتو په سرپل او لغمان ولایتونو کې د ترهګرو پلانونه شنډ کړل.
چارواکو وویل، په سرپل کې، یو کس چې د موټرسایکل په وسیله د ځانمرګي بمي برید پلان یې درلود خپل هدف، والي محمد ظاهر وحدت، ته له رسېدلو څخه په ۱۵ متره فاصله کې ونیول شو.
وحدت وویل، د هغه ساتونکو مشکوک کس د استخباراتو منسوبینو ته وسپاره.
د ملي امنیت ریاست وویل، د لغمان ولایت په مهترلام کې د ملی امنیت ادارې دوه تنه طالبان چې حملې او هدفي بریدونه ترسره کول يې غوښتل ونیول.