جلال اباد-- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ / د فبروري ۲۲مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ۱۲ غړي ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل، عسکرو په هسکه مینه ولسوالۍ کې د شاهین ۲۵ په نامه د یاغیانو ضد عملیات ترسره کول.
عسکر په ټول ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي.