عسکرو په ننګرهار کې د هیرویینو ۲ فابریکې ویجاړې کړې

د سټاف راپور

ننګرهار، افغانستان -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۶ مه/ راپور ورکړ چې افغان عسکرو په ننګرهار ولایت کې د هیرویینو دوه فابریکې ویجاړې کړې.

فابریکې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وې، او عملیات د یکشنبې /د مارچ ۵ مه/ شپه او د دوشنبې په سهار ترسره شول.

سرتېرو دغه عملیات له هغه راپور څخه وروسته پيل کړل چې وایي د ۲۰۱۵ کال په نسبت په ۲۰۱۶ کال کې د هېواد په سطحه د کوکنارو په کرنه کې ۴۳٪ ډېرښت راغلی دی.

د ملګرو ملتونو او افغان حکومت له خوا د ترسره شوې سروې له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې بزګرو په افغانستان کې په خواوشا ۲۰۱۰۰۰ اېکره ځمکه کې کوکنار کرلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې به د هیروئینو تولید له منځه لاړ نه شي. په افغانستان کې د هیروئینو تولید به تر هغه وخته بند نشي څو چې بهرني مشتریان د هیروئینو غوښتنه لري. د هیروئینو د تولید دغه فابریکې له غریبو خلکو سره تړاو نه لري، بلکې دا ټولې فابریکې د هغو کسانو دي چې یا د افغانستان جمهوري ریاست کې وزیران وو او یا هم واليان وو. هیرویین په دغو فابریکو کې د جمهوري ریاست د لوړ پوړو مشرانو په ملاتړ تولیدیدل. د افغانستان اکثره سرمایه دارانو له همدغو منابعو څخه شتمني ترلاسه کړه. یو شمېر سرمایه دارانو د ولایتونو امنیه قوماندانان لوړ پوړو چارواکو ته د پیسو په ورکولو سره ګومارل څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی د هیروئینو د تولید فابریکې خوندي وي. د نړۍ د ټولو هیوادونو پولیس نشي کولی په خپلو هیوادونو کې د هیروئینو د قاچاق مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنيو هېوادونو پوليس هر ډول وسايل لري، خو د افغانستان اوسني حکومت د ډېرو کمو وسايلو په کارولو سره وکولای شول چې په ټول افغانستان کې هيرويين صفر ته راټيټ کړي. که بهرني هیوادونه په خپلو هیوادونو کې د هیروئینو کښت کم کړي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت او د هیروئینو تولید پای ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ