لښکرګاه -- رسنیو راپور ورکړ چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د جګړو په ترڅ کې ۲۰ تنه اورپکي او درې تنه افغان عسکر ووژل شول.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د سې شنبې په ورځ /د مارچ ۲۸مه/ وویل، طالبانو د دوشنبې په ورځ /د مارچ ۲۷مه/ د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې په یوه پوسته حمله وکړه او ۳ تنه عسکر یې ووژل.
هغه وویل، طالبانو ته هم تلفات ور واوښتل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، افغان جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځای باندې بمي برید وکړ او ۱۶ تنه اورپکي یې په کې ووژل.
د افغان ملي اردو ویاند ډګرمن محمد رسول ځاځي وویل، اورپکي د دې لپاره سره راټولېدل چې د حملې کولو لپاره پلان جوړ کړي چې جنګي الوتکو پرې برید وکړ.
هغه وویل، ۴ نور طالبان د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په وژونکې جګړه کې ووژل شول.