پکتیکا -- د خامه پرېس د راپور په اساس، محلي چارواکو د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۳مه/ وویل چې اورپکو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۲مه/ د پکتیکا ولایت د ملي امنیت د ریاست مرستیال او د هغه درې تنه ساتونکي ووژل.
د پکتیکا د امنیې قوماندان جنرال خلیل ضیایي تایید کړه چې طالبانو په جنرال عبدالوهاب باندې په اندړ ولسوالۍ کې حمله وکړه.
وهاب یو کال مخکې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست مرستیال ټاکل شوی وو.