عسکرو د هیرویینو ۴ فابریکې ویجاړې کړې او د طالبانو مشر یې ونیو

د سټاف راپور

کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۲مه/ راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د هیرویینو څلور فابریکې ویجاړې کړې او په جوزجان ولایت کې یې د طالبانو یو مشر ونیو.

د کورنیو چارو وزارت وویل، سرتېرو د هیرویینو فابریکې د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۱مه/ په غني خېل ولسوالۍ کې ویجاړې کړې، او زیاته یې کړه چې ځواکونو ۷.۵ ټنه مورفین او ۵۰۰ لېټره مایع اپین هم ونیول.

په عین حال کې، د ملي امنیت ریاست په جوزجان ولایت کې د نژدې ۸۰ طالبان اورپکو قوماندان ونیو. د ملي امنیت ریاست وویل، اخترمحمد چې د بلال په نامه یادېده په لویو ترهګریزو چارو کې ښکېل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500