کابل -- طلوع نیوز د شنبې په ورځ / د اپریل ۲۹مه/ راپور ورکړ، چې طالبانو د بغلان - مزار په لویه لاره یو زوم او د هغه پلار ووژل.
چارواکو وویل، زوم او د هغه کورنۍ مزارشریف ته په لاره ول چې د هلک لپاره واده وکړي چې اورپکو پرې په بغلان ولایت کې حمله وکړه، او زیاته یې کړه چې د کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، په دغه وخت کې طالبان او افغان سرتېري په یاده سیمه کې په جګړه ول.