هلمند -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، چارواکو د یکشنبې په ورځ / د جون ۱۸مه/ تایید کړه، چې عسکرو د تېرو شپږو ورځو په بهیر کې په هلمند ولایت کې ۷۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
ځایي چارواکو وویل، چې دغه اورپکي په څلورو ولسوالیو کې ووژل شول.
د هلمند والي حیات الله حیات وویل، عسکرو د مارجې ولسوالۍ ډېرې برخې تصفیه کړي دي.