شبرغان -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د طالبانو یو تش په نامه ولسوال او ۵ تنه نور اورپکي د پنجشنبې په ورځ / د جون ۲۲ مه/ د ولسوال د خپل ساتونکي له خوا د ټوپک په ډزو ووژل شول.
د ولایت د امنیې قوماندانۍ وویل، چې دغه ډزې په قزل قوشلاق کلي کې وشوې. هغوی وژل شوی طالب مشر د قاري امان په نامه چې په شمس الله مشهور وو، یاد کړ. نوموړی د درزاب ولسوالۍ لپاره ولسوال نومول شوی وو.
د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالجلیل ادعا وکړه، چې وژونکی د امان خپلوان وو او په وروستیو وختونو کې یې داعش پرېښی وو.
په راپور کې د وژونکي د برخلیک او انګېزې په هکله څه نه دي ویل شوي.