د افغان ځانګړیو ځواکونو شمېر دوه برابره کیږي

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د سې شنبې په ورځ / د جولای ۴ مه/ په کابل کې وویل، چې افغانستان به د اورپکۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو ځانګړیو ځواکونو شمېر دوه برابره کړي.‌ هغه د دغه یونټ د شمېر د دوه برابره کېدا مهالوېش څرګند نه کړ.‌

هغه وویل، د اردو ځانګړیو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اورپکو پر ضد جګړه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، د نظامي برخې ستر لومړیتوبونه دا دي چې اردو مجهزه شي او انکشاف ومومي او په راتلونکي څلورکلن پلان کې هوایي ځواک پیاوړی شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500