په ۲ ولایتونو کې ۲۹ طالبان تسلیم شول؛‌ په کابل کې د طالبانو قوماندان ونیول شو

سلام ټایمز

کابل -- افغانستان ټایمز د سې شنبې په ورځ / د جولای ۴ مه/ د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ، چې په فراه او اروزګان ولایتونو کې ۲۹ تنه طالب اورپکي تسلیم او د افغانانو په مالکیت او د افغانانو په لارښوونه د سولې بهیر سره یوځای شول.‌

۱۸ په اروزګان او ۱۱ په فراه کې تسلیم شول.

طلوع نیوز د ملي امنیت ریاست د سې شنبې د ورځې / د جولای ۴ مې/ د خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، چې په عین حال کې د ملي امنیت ریاست په کابل کې د طالبانو یو قوماندان چې غوښتل یې د اختر په ورځو کې په پلازمېنه کې بریدونه ترسره کړي ونیول شو.‌

د ملي امنیت ریاست ونه ویل چې قوماندان،‌ عبدالرحیم، کله ونیول شو. د ملي امنیت ریاست په وینا، لږ تر لږه ۲۰ تنو یاغیانو د هغه تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500