غزني -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۰ مه/ راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو هغه ۲۵ افغان ماشومان ازاد کړل چې د پاکستان په کوېټه کې د ځانمرګو بمي بریدونو د روزنې ترلاسه کولو ته بوول کېدل.
د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ وویل، چې افغان پولیس د یکشنبې په ورځ / د جولای ۹ مه/ د غزني ولایت په دوه ولسوالیو کې د انساني قاچاقچیانو مخې ته راووتل. هغوی نامعلوم شمېر کسان ونیول.