کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې یوه افغان هوایي برید د دوشنبې په ورځ / د جولای ۲۴ مه/ په فاریاب ولایت کې د طالبانو د ۷ قوماندانانو په شمول ۲۸ تنه اورپکي ووژل.
د افغان ملي اردو په وینا، د هوایي برید غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې اورپکو د یکشنبې په ورځ په کوهستان ولسوالۍ کې ۶۰ تنه عسکر محاصره کړل.
په ورته وخت کې، خامه پرېس د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د سې شنبې په ورځ د پکتیا ولایت جانيخېل ولسوالي ونیوله.
خو د پکتیا ولایت امنیه قوماندانۍ تاکید وکړ چې په جانیخېل ولسوالۍ کې د ډېرو امنیتي پوستو کنټرول اوس هم د عسکرو په لاس کې دی.