کابل -- ځایي چارواکو طلوع نیوز ته وویل، چې اورپکو د جمعې په ورځ / د اګست ۴ مه/ د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د صرافۍ په یوه مارکېټ برید وکړ.
د څلورو اورپکو او افغان سرتېرو تر منځ نښته لا پای ته نه وه رسېدلې چې ولایتي ادارې پېښه تایید کړه.
د ولایتي ادارې په وینا، یوه ورځ مخکې، د پنجشنبې په ورځ / د اګست ۳ مه/ د اورپکو یوه موټر بمي برید په ګرېشک ولسوالۍ کې ۵ تنه عسکر ووژل. د تلفاتو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوې دي.