کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې عسکرو په هلمند او کندوز ولایتونو کې د جګړې په ترڅ کې لږ ترلږه ۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۰ کلي یې له یاغیانو نه پاک کړل.
خامه پرېس د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې عسکرو د طالبانو کسان د دوشنبې په ورځ / د می ۲۹ مه/ د هلمند ولایت په نادعلي او ګرېشک ولسوالیو کې ووژل.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، چارواکو د سې شنبې په ورځ / د می ۳۰ مه/ وویل، چې نورو امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې له ۱۰ کلیو څخه یاغیان واېستل.