د طالبانو ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د ناټو عسکر وواژه

ای اېف پي

ناټو د جمعې په ورځ / د اګست ۴ مه/ وویل، چې یو جورجیایي عسکر په افغانستان کې د بګرام هوایي ډګر سره نژدې د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان د طالبانو په یوه ځانمرګي بمي برید کې ووژل شو.‌

د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ په ناوخته ترسره شوي برید کې لږ تر لږه دوه تنه ملکیان هم ووژل شول، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو دوه کارمندان، درې جورجیایي عسکر او یو افغان ترجمان ټپیان شول.

د کابل ښار امنیه قوماندان محمد سالم الماس ای اېف پي ته وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې په پښو روان وو د بهرنیو او افغان ځواکونو دغه ګډ کاروان په نښه کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500