پاکستاني اورپکو په کونړ کې د افغان طالبانو مشر وواژه

سلام ټایمز

کونړ -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۷مه/ د پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې په اساس راپور ورکړ، چې پاکستاني اورپکو په کونړ ولایت کې د افغان طالبانو یو مشر وواژه.‌

د ډیلي ټایمز د راپور په اساس، دا د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه د جلا شوې ډلې جماعت الاحرار له خوا د افغان طالبانو د دویم مشر وژنه ده چې په یوه اونۍ کې دننه پېښېږي.

د پاکستاني رسنیو په وینا، د افغان طالبانو مشر، عبید، «دوه ورځې وړاندې» په سرکاڼو ولسوالۍ کې ووژل شو. د راپورونو له مخې، جماعت الاحرار په همدې سیمه کې تېره اونۍ د افغان طالبانو یو بل مشر ضابط جلال هم وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500