کابل -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۷مه/ راپور ورکړ، چې اسلامي پراختیایي بانک پلان لري چې د کابل د حلقوي سړک د جوړونې په برخه کې د مرستې کولو لپاره ۵ میلیارده افغانۍ (۷۴ میلیونه ډالر) پور ورکړي.
د مالیې وزارت چارواکي مصطفی اریا وویل، چې د دغه ۹۵ کیلومتره اوږده سړک جوړول به ۵ کاله وخت ونیسي، او زیاته یې کړه، چې تمه ده چې د دغه سړک د جوړونې ټول لګښت خواوشا ۷.۵ میلیارده افغانۍ (۱۱۰ میلیونه ډالر) شي.
هغه وویل، دغه سړک به د کابل - کندهار، کابل - لوګر او کابل - بلخ لویې لارې سره ونښلوي.