ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار کې د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ جګړه کې لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې نښتې له خوګیاڼو ولسوالۍ سره نژدې رامنځته شوې.
د داعش دوه جنګیالي او درې طالب اورپکي ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په مړو کې د طالبانو یو ځایي مشر اسماعیل چې د فواد په نامه هم یادېده، شامل دی.
نه داعش او نه هم طالبانو په دې هکله څه ویلي دي.