غني ترهګرو ته وویل، تسلیم شئ که نه له منځه به وېوړل شئ

سلام ټایمز

کابل -- افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ‌ /د اکتوبر ۱۹مه/ له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه بیانیه کې وویل، چې په افغانستان کې ترهګر ګروپونه له دې پرته بله لاره نه لري چې یا تسلیم شي یا له منځه وېوړل شي.

غني دا خبرې په افغانستان کې له یو لړ هغو قاتلانه بریدونو څخه وروسته وکړې چې خواوشا ۲۰۰ کسان یې ووژل.‌

ولسمشر وویل، «ترهګرو په غزني او پکتیا کې د بشریت پر ضد د جنایتونو او وحشتونو له ترسره کولو څخه وروسته،‌ یو ځل بیا د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو شمېر افغان او امنیتي پرسونل شهیدان کړل،»

غني وویل، «دغه ډلې چې له کلونو راهیسې یې له وژنو څخه پرته نور هېڅ نه دي کړي،‌ د ویجاړېدا او له منځه تګ ته ورنژدې شوي دي،»

هغه وویل، دغو ترهګرو ګروپونو یو ځل بیا دا رد کړه چې د وحشیانه عملونو ترسره کول ودروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500