طالب اورپکو په هلمند کې د یوې ۸۵ کلنې ښځې اندامونه پرې کړل او بیا یې ووژله

سلام ټایمز

هلمند -- د بي بي سي فارسي څانګې د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۲ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په هلمند ولایت کې یوه ۸۵ کلنه ښځه،‌ چې هغوی په دروغو پرې له حکومت سره د همکارۍ تور لګولی وو، په وحشیانه ډول ووژله.‌

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې یاغیانو څو ورځې مخکې هغه په ګرمسېر ولسوالۍ کې له یوه مارکېټ څخه وتښتوله.

اورپکو له وژلو څخه مخکې د هغې پښې پرې کړې وې. ځواک وویل، چې هغې له حکومت سره هېڅ اړیکې نه لرلې.‌

طالبانو په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500