هلمند -- د بي بي سي فارسي څانګې د پنجشنبې په ورځ /د نومبر ۲ مه/ راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په هلمند ولایت کې یوه ۸۵ کلنه ښځه، چې هغوی په دروغو پرې له حکومت سره د همکارۍ تور لګولی وو، په وحشیانه ډول ووژله.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې یاغیانو څو ورځې مخکې هغه په ګرمسېر ولسوالۍ کې له یوه مارکېټ څخه وتښتوله.
اورپکو له وژلو څخه مخکې د هغې پښې پرې کړې وې. ځواک وویل، چې هغې له حکومت سره هېڅ اړیکې نه لرلې.
طالبانو په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.