امنیت

په القاعده پورې تړلي ډلې په پاکستان کې له ښځو ناوړه استفاده کوي

د سلام ټایمز لیکنه

ننداره کوونکي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د بلوچستان ولایت د نوشکي په ښار کې یوه ورځ وروسته له هغه چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د یوه کاروان له اوو بسونو څخه له یوه سره ټکر وکړ، د بس د پاتې شونو ننداره کوي؛ ویل کېږي چې دا برید د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) له خوا ترسره شوی دی. [د فرانسې خبري آژانس]

ننداره کوونکي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د بلوچستان ولایت د نوشکي په ښار کې یوه ورځ وروسته له هغه چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د یوه کاروان له اوو بسونو څخه له یوه سره ټکر وکړ، د بس د پاتې شونو ننداره کوي؛ ویل کېږي چې دا برید د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) له خوا ترسره شوی دی. [د فرانسې خبري آژانس]

په پاکستان کې فعالې وسله والې ډلې په پراخېدونکي ډول د خپلو تاوتریخجنو کمپاینونو د پراخولو لپاره پر چل او ول، تبلیغاتو او ناوړه استفادې تکیه کوي.

د اندېښنې وړ پرمختګ دا دی چې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ (BLA) د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ځانمرګو عملیاتو لپاره له لوستو بلوڅو ښځو څخه استفاده کوي.

په دغو شبکو کې هغه جوړښتونه هم شامل دي چې له القاعدې سره تړاو لري او د همغږۍ، روزنې او عملیاتي مرستو له لارې له افراطي فعالیتونو ملاتړ کوي.

که څه هم د بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له بېلابېلو شالیدونو څخه راټوکېدلي چې د دوی فعالیتونو د امنیتي چارواکو او شنونکو اندېښنې راپارولې دي.

یوې ځايي پاکستاني رسنۍ د ۲۰۲۴ کال په سپټېمبر کې راپور ورکړی چې د دې ډلې مشر په افغانستان کې اوسیږي او ویل کېږي له هماغه ځایه د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه رهبري کوي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ په قومي ملتپالنه او بېلتون غوښتنه کې ريښې لري، په داسې حال کې چې ټي ټي پي یوه افراطي اسلامپاله اجنډا ترویجوي.

سره له دې توپیرونو، عملیاتي همکاري وسله والو ډلو ته اجازه ورکوي چې تاکتیکونه، سرچینې او تخصص یو له بل سره شریک کړي.

د دوی همکاري داسې بریدونو ته لاره هواروي چې د پاکستان عادي وګړي له پراخو کړاوونو سره مخ کوي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکی پوځ د پاکستان له تر ټولو فعاله وسله والو سازمانونو څخه ګرځېدلی او د امنیتي ځواکونو پر ضد ځانمرګي بریدونه او حملې ترسره کوي.

دې ډلې همدارنګه د تاوتریخوالي له لارې ملکي وګړي، بنسټیز تاسیسات او اقتصادي پروژې په نښه کړي دي.

د افراطي جلب او جذب له لارې له ښځو څخه ناوړه استفاده

یوه ځانګړې اندېښمنوونکې تګلاره دا ده چې ښځې د فریب او رواني فشار له لارې د ځانمرګو ماموریتونو لپاره جذب کېږي.

راپورونه ښيي چې وسله والې ډلې له ښځو کار اخلي ځکه د هغوی ګډون زیات د پام وړ ګرځي او ژورې رواني اغېزې رامنځ ته کوي.

دا تګلاره همدارنګه افراطي سازمانونو ته دا امکان برابروي چې د پراخ ټولنیز ملاتړ بڼه وړاندې کړي.

شنونکي وايي چې د جلب او جذب په دې طریقو کې د هدف ګرځول شوو کسانو له شخصي ستونزو، ټولنیزو فشارونو او عاطفي کمزورتیاوو څخه استفاده کېږي.

یو مشهور مثال یوه ښځینه ځانمرګه بریدکوونکې شاري بلوچ وه، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې یو برید ترسره کړ.

دا برید د کراچۍ په پوهنتون کې ترسره شو او په ځانګړي ډول یې چینايي وګړي په نښه کړل چې پراخې اندېښنې یې راوپارولې.

د بلوڅ ازادۍ غوښتنکي پوځوروسته نوموړې د خپلو رسنیزو چینلونو له لارې د یوه سمبول په توګه یاده کړه.

دا بېلګه ښيي چې وسله وال سازمانونه څنګه له معلوماتي کمپاینونو سره یو ځای فزیکي بریدونه کوي.

د دې ډلې رسنیز پلټفارم، حکال، د هغوی د آنلاین پیغام رسونې د ستراتیژۍ مرکزي برخه بلل شوې ده.

دا پلټفارمونه د وسله والو ادعاوې خپروي او هڅه کوي بریدکوونکي د مجرمینو پر ځای د اتلانو په توګه وښيي.

د ملکي وګړو کړاو او افراطي تبلیغات

د دې تګلارو پایلې تر ټولو ډېرې د پاکستان په اغېزمنو سیمو کې پر ملکي وګړو کې احساسېږي.

وروستیو وسله والو بریدونو په څو سیمو کې امنیتي ځواکونه، ملکي وګړي او کارګران وژلي دي.

دې پېښو په بلوچستان کې بې ثباتي زیاته کړې او د ځایي خلکو لپاره یې ناامني ډېره کړې ده.

د ۲۰۲۶ کال په مۍ کې، یو ځانمرګي برید چې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ یې مسوولیت ومانه، په کویټه کې د اورګاډي یوه کرښه په نښه کړه.

دې برید لسګونه کسان ووژل او د وسله وال تاوتریخوالي دوامداره ګواښ یې روښانه کړ.

که څه هم وسله وال سازمانونه ادعا کوي چې د ځایي خلکو استازیتوب کوي، د هغوی کړنې بل ډول واقعیت په ګوته کوي.

د ښځو او ځوانانو په ګډون عادي خلک، د هغو کمپاینونو وسیلې ګرځي چې د افراطي ګټو له خوا پرمخ وړل کېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500