زده کړه

د هېڅ شي اجازه نشته: افغانو ښځو له ملګرو ملتونو څخه د زده کړو د حقونو غوښتنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانې چادري والې ښځې د زمري په ۲۱مه په مزارشریف کې د زده کړو د حق ترلاسه کولو لپاره احتجاج کوي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

افغانې چادري والې ښځې د زمري په ۲۱مه په مزارشریف کې د زده کړو د حق ترلاسه کولو لپاره احتجاج کوي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د انجینرۍ پوهنځي محصله ثمیا فاروقي دوه کاله وړاندې، او وروسته له هغه چې له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تللو څخه منع شوې، د خپلو زده کړو د دوام لپاره له افغانستان څخه ووتله.

دغه ۲۱ کلنه نجلۍ، چې اوس په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، د هغه کمپاین مخکښه ده چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د ملګرو ملتونو له خوا پیل شو. دا کمپاین د 'زده کړې انتظار نشي کولی' د نړۍ وال صندوق په نامه یادیږي چې د بحران پر وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته شوی دی.

دا عملیات چې د افغان نجونو غږونه# تر شعار لاندې ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو یو کمپاین دی چې د ټولو افغانو نجونو او ښځو د زده کړو حقونو ته د درناوي د غږ مشري کوي.

بې شمېره نجونو او ښځو وار له مخه د خپلو زده کړو د دوام لپاره هېواد پرېښی دی.

د افغان نجونو د روباټیک ټیم پخوانۍ کپتانه ثمیا فاروقي اوس د ملګرو ملتونو د 'زده کړې انتظار نشي کولی' د کمپاین مخکښه ده. دا کمپاین د زمري په ۲۴مه د #AfghanGirlsVoices تر شعار لاندې پیل شو. فاروقي د سلواغې په ۲۹مه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکس ته ځان جوړوي. [ثمیا فاروقي/اېکس (پخوا ټوېټر)]

د افغان نجونو د روباټیک ټیم پخوانۍ کپتانه ثمیا فاروقي اوس د ملګرو ملتونو د 'زده کړې انتظار نشي کولی' د کمپاین مخکښه ده. دا کمپاین د زمري په ۲۴مه د #AfghanGirlsVoices تر شعار لاندې پیل شو. فاروقي د سلواغې په ۲۹مه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکس ته ځان جوړوي. [ثمیا فاروقي/اېکس (پخوا ټوېټر)]

د بېلګې په توګه، فاروقي وروسته له هغې په قطر کې ښوونځی پای ته ورساوه چې هغې او د هغې د روباټیک ټیم نهه نورې نجونې «د افغان ډریمرز» په ۲۰۲۱ کې افغانستان پرېښود.

اوس، هغه د قطر د یوه سکالرشپ له برکته د کالیفورنیا په سکرمنټو دولتي پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځي د دویم کال زده کړې پیلوي.

فاروقي د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «د دې کمپاین موخه دا ده چې د نړۍ پام یو ځل بیا په افغانستان کې نجونو او [د هغوی] د زده کړو مسئلو ته ور واړوي.»

هغې زیاته کړه، «داسې ښکاري چې افغانستان هېر کړای شوی دی.»

جنسیتي اپارتاید

د زده کړو او کار موندنې په ګډون، د افغانستان له عامه ژوند څخه د ښځو نږدې بشپړ اېستل، یو له هغو مهمو ټکو څخه دي چې نړۍ واله ټولنه یې د افغانستان واکمنانو ته د مرستې او رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ نیسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «د نړۍ د لسګونو هېوادونو دریځ ډېر روښانه دی؛ او هغه داسې چې هرې عادي اړیکې ته تلونکې لاره... به تر هغې خلاصه نشي‌ ترڅو چې د نورو شیانو تر څنګ د ښځو او نجونو حقونه په حقیقي توګه حمایه کړای شي.»‌

تېره میاشت د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي وو چې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو شرایط «په نړۍ واله کچه تر ټولو بد" دي، او ویلي یې دي چې کېدی شي نافذې پالیسۍ یو «جنسیتي اپارتاید» وګڼل شي.

په نړۍ کې د ښوونې او روزنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د برتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د سې شنبې په ورځ د یوه ویډیوي کتنې له لارې خبریالانو ته وویل، «په حقیقت کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت باید د بشریت پر ضد جرم وګڼل شي او د نړیوالې جنایي محکمې له خوا باید محاکمه شي.»

ښوونه او روزنه د خپلواکۍ کیلي ده

د ۱۴۰۰ د وږي په میاشت کې، چارواکو نجونې لېسو ته له تګ څخه ایسارې کړې، او د ۱۴۰۱ د لیندۍ په میاشت کې یې پرې د پوهنتونونو دروازې وتړلې او بیا یې په کاري ځواک کې د هغوی ګډون ډېر محدود کړ.

فاروقي ای اېف ته وویل، د هغې لپاره، دا شرایط د زغملو وړ نه دي: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې [نجونې او ښځې] مساوي فرصتونو او زده کړو ته لاسرسی ولري، ځکه چې ښوونه او روزنه د خپلواکۍ کیلي ده.»

هغې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړه، «نجونې د ښوونځیو، جېمونو، پارکونو په ګډون په عامه ځایونو کې منع شوي دي. هغوی د هېڅ شي د ترسره کولو اجازه نه لري او یواځې په کور ناستې دي.»

هغې ای اېف پي ته وویل، د ډېرو کورنیو لپاره، د هغوی د لوڼو لپاره یواځینۍ لار واده دی، چې هغه هم «د هغوی له خوښې پرته» ترسره کیږي، او زیاته یې کړه چې د هغې ډېرې ټولګیوالې واده کولو ته مجبورې شوي دي.

هغې په یوه اعلامیه کې وویل، «خپګان په پراخه کچه موجود دی. په تېرو دوو کلونو کې په نجونو کې د ځان وژنې کچه خورا لوړه شوې ده. دا غموونکې ده.»

د 'زده کړې انتظار نشي کولی' کمپاین به تر راتلونکې میاشتې پورې، چې د نړۍ مشران د وږي په ۲۷مه او ۲۸مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې لپاره راټولېږي، د ټولنیزو رسنیو له لارې د دې مسئلې په هکله نړۍ وال پوهاوی لوړ، او د افغانو نجونو او ښځو غږ پیاوړی کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

21 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تالیبانو د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر خبرې مې واورېدلې چې د ارزګان د سفر پر مهال یې هلته کولې. وایي، افغانستان د ښځینه ډاکترانو له جدي کمښت سره مخ دی. ارزګان، پکتیا، پکتیکا، زابل او ټول سویل لویدیځ زون کې د ګوتو په شمېر ښځینه ډاکترانې شتون لري. دوی دومره منافق او ذلیل خلک دي، چې د نجونو ښوونځي بند وي. پوهنتونونه یې بند وي، نو ښځینه ډاکترانې به له کومه شي. که دا هم لکه د کوم طبعي کان، د ځمکې په کیندلو سره راووځي. خبره دا ده چې که دا خلک همداسې په واک کې پاتې شي. او دریځ یې د افغان نجونو او میرمنو په اړه همداسې وي. یوه ــ دوه لسیزې وروسته به ددې مسلې عواقب او پایلې وګورئ. نن؛ خو څو ولایتونو کې نشته، بیا به یې ټول افغانستان کې ونه مومئ.

ځواب ورکړئ

د افغان نجونو لپاره ژوند تریخ شوی دی. زموږ هیلې نه پوره کیږي. زموږ په هیواد کې موږ د بندیانو په څیر ژوند کوو، موږ پرته له کوم جرم څخه مجازات کیږو. ولې؟ زموږ ګناه دا ده چې موږ ښځې یو. مرګ تر دې ژوند سل ځله غوره دی. په احترام، لیما

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د نجونو ژوند ډېر زیات ستونزمن شوی دی. ډېرې نجونې چې زه یې ګورم له رواني پلوه اغیزمنې شوي او دا لړۍ دوام لري. له واکمن نظام څخه زموږ هیله دا ده چې د پوهنې دروازې پرانیزي او دغه غمجنې ورځې پای ته ورسوي.

ځواب ورکړئ

استخبارات حتی د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوي. که کومه نجلۍ بازار ته لاړه شي، بې له کوم جرم او دلیل د استخباراتو له خوا تعقیبیږي! زمونږ ژوند په دوزخ باندې بدل شوی.

ځواب ورکړئ

د اسلامي همکاریو د سازمان یو پلاوی له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې دی او له طالب چارواکو سره په اسلام کې د اعتدال او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه په خبرو بوخت دی. د اسلامي همکاریو د سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي غړو د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره وکتل. دغه پلاوي د ښځو او نارینه وو پر زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل چې "دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د اسلامي علماوو په اجماع سره زده کړه د نارینه او ښځینه لپاره شرعي مکلفیت دی." د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې "پلاوي په دې حساس تاریخي پړاو کې د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ زده کړو او تخصص په ټولو کچو کې د هلکانو او نجونو د شاملولو لپاره د هر اړخیزو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ." د دې اعلامیې په اساس، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په دې مرحله کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو چمتووالی ښودلی دی. د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت چې د دغه پلاوي غړی دی، هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې. د اسلامي همکاريو سازمان د اعلاميې پر بنسټ، په دې کتنه کې هغه افغانستان ته د عالمانو د سفر د پايلو، له علماوو او طالب چارواکو سره د ليدنو کتنو د مهمو مسايلو لکه په اسلام کې د زغم او اعتدال، د نجونو د ښوونې او روزنې او د ښځو د کار په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره پر امنیت، اقتصادي پراختیا، د غیر مسوولو وسله والو او نشه یيزو توکو پر وړ

ځواب ورکړئ

تر اوسه پورې، دوی په رسمیت نه دي پیژندل شوي، لاکن دوی د خلکو ژوند له خوراک، جامو، تګ راتګ، د ویښتانو له پرې کولو نیولې بیا د بې وزلو خلکو تر کړکېچن او د اقتصادي وضعیت تر خرابوالي پورې دوزخ ګرځولی دی! که دوی په رسمیت وپیژندل شي، خامخا به خلک ژوندي ښخ کړي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه دی...!

ځواب ورکړئ

ښوونه او روزنه په یوه هېواد کې له جنسیتي تبعیض پرته د ټولو خلکو حق دی.

ځواب ورکړئ

سلام ټولو ته. افغانستان په بد حالت کې دی. په دې حالت کې ښځې قرباني کیږي. نو موږ اړتیا لرو چې دا سازمان زموږ ملاتړ وکړي

ځواب ورکړئ

چېرې چې یوه ښځه د ژوند کولو حق نه لري، د زده کړې، کار کولو او بهر ته د تګ حق نه لري، نو بیا د راتلونکي او ژوند لپاره کومه هیله پاتې کیږي؟

ځواب ورکړئ

په ټولیزه توګه د افغانو ښځو او نجونو ژوند بې معنی شوی دی! د خلکو اقتصاد صفر ته رسېدلی، د اوبو او برېښنا بیه په یو وخت له ۸۰۰ افغانیو څخه ۲۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده. حکومت ظالم دی. هر څه په زور او د زور په کارولو سره تطبیق کیږي. خلک حق نه لري چې حتی د وېښتانو او ږیرو د کلولو لپاره د نایانو دوکانونو ته لاړ شي. كه نایي ته لاړ شي، نایي دومره وهل كېږي، چې د بل مشتري د وېښتانو د کلولو جرأت به ونه لري. که ښځه په ټکسي کې سفر وکړي، چلوونکی وهل کیږي. که یوه ښځه د خپل نږدې نارینه خپلوان پرته بهر وګرځي، هغه زنداني کیږي. د نجونو لپاره درسونه، کتابونه، ښوونځي، پوهنتونونه او کورسونه بالکل حرام دي. نجونې له مرګ پرته بل څه نه ویني، ځکه چې دوی په خپل ژوند کې بندیان دي او تنفس د دوی لپاره جرم دی. نو ژوند هیڅ معنی نه لري، له دې حال نه مرګ ډېر ښه دی.

ځواب ورکړئ

یوه افغانه نجلۍ چې خوبونه یې باید په خاورو کې ښخ شي! د طالبانو په راتګ سره، زموږ لپاره حتی ساه اخیستل منع شوي دي. د ښځه توب له امله زموږ لپاره کار، زده کړه او حتی ګرځېدل حرام ګرځول شوي دي.‌

ځواب ورکړئ

زه یوه افغانه نجلۍ یم چې ټول خوبونه مې له منځه وړل شوي دي. دوه کاله تېر شول چې طالبان واک ته رسېدلي او د پوهنتونونو دروازې یې تړلي دي. زه نشم کولی بهر ته لاړه شم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، او نه زه له چا سره واده کولی شم، ځکه چې دا زما خوبونه نه دي. زه داسې یوه نجلۍ نه وم چې د ژوند ستونزو ته تسلیم شم. زه داسې نجلۍ نه وم چې د خلکو په خبرو خپه شم. زه یوه پیاوړې نجلۍ وم چې تل مې د خپلو خوبونو د پوره کولو لپاره مبارزه کوله. ما د هیلو یو کتاب درلود. کله به چې زما یوه هیله پوره شوه، په سره قلم به مې کرښه پرې تېره کړه، او د راتلونکو هیلو د ترلاسه کولو لپاره به مې هڅې پیل کړې. ما تل د یوې بریالۍ ارواپوهې کېدلو هیله لرله. ما هیله لرله چې په ښو نومره د لېسانس سند ترلاسه کړم، او د متحده ایالاتو سکالرشپ لپاره ومنل شم. زما هیله دا وه چې هغه پوهنتون ته لاړه شم چېرې چې ارواپوهنه تدريس کيږي او هلته يې زده کړه وکړم. ما غوښتل د ارواپوهنې لومړنۍ خونې ته لاړه شم، هغه قلم له نژدې وګورم چې ویلهیم ونډټ خپل برخلیک پرې په نښه کړی و. زما ټول خوبونه یوازې یو خوب پاتې شو، بس.

ځواب ورکړئ

علي

ځواب ورکړئ

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په کابل او تخار کې په بېلابېلو بریدونو کې دوه "طالب جنګیالي" وژلي او "له شپږو څخه زيات نور" یې ټپیان کړي دي. طالبانو تر اوسه د دغې وسله والې مخالفې ډلې د دې ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي. د ملي مقاومت جبهې په اېکس شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د یکشنبې په شپه (د وږي ۵مه) د جبهې ځواکونو د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ او همدارنګه په فرخار ولسوالی کې د طالبانو پر کمپونو بریدونه کړي او دوه طالبان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د دې ډلې په وینا، لومړی برید د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په سیاب قلي کلي کې د حسینکوټ کنډک ته څېرمه د طالبانو د استخباراتو د ګزمې پر موټر شوی، چې په ترڅ کې یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. دويم بريد د تالقان ښار په ختيځه دروازه کې د طالبانو پر يوه کمپ شوى چې له امله يې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. په ورته وخت کې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او مرکز د ملي اردو د عسکرو دریم چریکي برید ترسره شو چې د جبهې په وینا "څو تنه طالبان په کې ټپیان شول". د ملي مقاومت جبهه وايي، څلورم برید یې د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې او د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ ترمنځ د سرک پر غاړه د طالبانو د پوځي موټرو په تم ځای کې د ماین په ښخولو سره کړی چې په نتیجه کې یې دوه طالبان ټپیان شوي دي، او د هغوی پوځي تجهیزات ویجاړ شوي دي. افغانستان انټرنېشنل نشي کولی په خپلواکه توګه دغه بریدونه او د هغوی د تلفاتو ارقام تایید کړي. په تیرو څو اونیو کې د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو په طالبانو باندې د خپلو نظامي حملو ګڼ خبرونه خپاره کړي دي چې د هغوی نظامي تحرک په ګوته کوي.

ځواب ورکړئ

افغانې ښځې حق لري، چې ټولو هغو مراجعو ته غږ ورسوي، چې د درد دوا یې کېدلی شي. لکه ملګرو ملتونو او نورې اړوند مراجع... دا اوس مې یو خطر ولوست چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د تلونکو لسګونه نجونو د سفر مخنیوی کړی دی. د معلوماتو پر اساس د متحده عربي اماراتو یو سوادګر او د الحبتور ګروپ بنسټ ګر خلف احمد الحبتور ویلي، چې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم نن لسګونه هغه افغان محصلانې د متحده عربي اماراتو له سفره ګرځولي، چې د ده په هڅو هغلته د زده کړو لپاره تللې. هغه زیاتوي، چې د طالبانو دغه اقدام سخت نهیلی کړی دی. الحبتور ویلي، د دوبۍ د پوهنتون په مرسته يې دغو نجونو ته تحصیلي بورسیې برابر کړې وې، خو کله چې یادو لسګونو تنو نجونو غوښتل نن متحده عربي اماراتو ته لاړې کابل هوايي ډګر کې یې د سفر مخه نیول شوې ده او بکسونه یې له طیارې بېرته راکوز کړل شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، چې دوی محرم نه درلود، مګر نن چې کومې نجونې تلې هغوی سره محرم کسانو هم شتون درلود. د رسنیو د معلوماتو له مخې په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره شاوخوا ۲ نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوي دي او سل ګونو زرو ته یې رواني تکلیفونه پیدا یا هم ځان وژنې کړي دي. خو طالبان بیا نه د افغان نجونو په کیسه کې دي او نه یې پروا کوي، نه یې ناروغۍ ته ګوري او نه یې بې سوادۍ ته. طالبانو له دې وراخوا د ژوند په نورو برخو کې هم پر ښځو او نجونو افراطي بندیزونه لګولي.

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو سازمان پخپله په نورو پورې تړلی دی. هغه پخپله هیڅ شی نشي کولی. دا ټول کارونه امریکا، روسیه، چین، او برتانیه کوي. دا څلور یا پنځه هیوادونه چې څه غواړي، هماغه کار ترسره کیږي. د ښځو حقونه، بشري حقونه، د ماشومانو حقونه... دا ټول یوازې شعارونه دي. په حقیقت کې دا ټول مسایل په سیاسي او اقتصادي ګټو پورې تړلي دي. څه چې زه وایم هسې خیالي خبرې نه دي. زه به دوه مثالونه درکړم او تاسو کولی شئ پرتله کړئ چې ما دا صحیح وویل که نه؟! څو کاله وړاندې په پاکستان کې یو امریکایي وژل شوی و. د امریکا حکومت له پاکستانه غوښتل چې د هغه قاتل ورته وسپاري او یا دې ته ورته نور شرطونه یې ورته وړاندې کړي وو. خو هر څه چې وو د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې. بیا سعودي عربستان مداخله وکړه او ویې ویل چې د شریعت په اساس یوه انسان د سر بیه سل اوښان دي او د نن ورځې د محاسبې له مخې درې میلیونه ډالره یا هر هغه څه چې هغوی حساب کړي وو. دا چې چټل پاکستان دا پيسې نه درلودلې یا یې نه غوښتل، سعودي ور مخکې شو او ويې ويل چې د حسن نیت په اساس دغه پیسې سعودي عربستان ورکوي. مطلب دا چې امریکا د دې قضیې لپاره پر پاکستان ډېر فشار راوړ. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او استخباراتو هره ورځ د جنایتکارو ډلو په وسیله په سلګونو افغانان وژل، د پاکستان په وړاندې د امریکا غبرګون څه و؟ هیڅ نه. که نه، امریکا په هغه ټیکنالوجۍ سره چې لري یې ښه پوهېدله چې هبت الله چیرته دی او برادر او نور چیرته دي. هیڅ هیواد د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان میرمنو پروا نه کوي. زه د طالبانو له احمق او جاهل حکومت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو او ښځو حقونه ورکړي او ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي، که نه د ولس زور د خدای زور دی. بیا به دو

ځواب ورکړئ

میرمنې څنګه ځواکمنې کړو؟ په عصري ټولنه کې نارینه او ښځینه باید د کار کولو، مسلکي پرمختګ، او شخصي ودې ترلاسه کولو لپاره مساوي فرصتونه ولري، پرته له دې چې د دوی اقتصادي وضعیت ته پام وشي. په کاري ځواک او ټولنه کې د ښځو ونډه په لویه کچه اړینه ده او باید د نارینه وو په څېر ورته ارزښت او ستاینه وشي. دا مهمه ده چې د جنسیت مساوات ته وده ورکړو او هر هغه باور رد کړو چې د دوی د اقتصادي شرایطو پراساس د میرمنو وړتیا محدودوي یا هڅوي. ښځې باید وهڅول شي چې له تبعیض او قضاوت پرته خپلې هیلې، مسلک او د ځان پرمختګ تعقیب کړي. هرڅوک باید د کار کولو حق ولري، خپلو مهارتونه ته وده وکړي او په ټولنه کې ونډه واخلي، پرته له دې چې جنسیتي نابربري وي. د یو ټول شمول او هوسا چاپیریال په رامینځته کولو سره، موږ کولای شو میرمنې ځواکمنې کړو چې خپل ظرفیت وپیژني او هغې ته وده وکړي او د هرچا لپاره د یوې عادلانه ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

دا مبارزه به حتماً رنګ راوړي. دا مبارزه ضروري وه، دا په ډېر ښه شکل سره ترلاسه شوه. دا غږ باید واورېدل شي او ټول ملت باید له دې کاروان سره یو ځای شي. د نجونو د زده کړې مخنیوی اصلاً د روښانه او سوکاله راتلونکې مخه نیسي. د بغدادي پیر اولاده نه غواړي چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر پرمختګ وکړي، نارینه او ښځې باید خپل حقوق وپېژني او دفاع یې وکړي. څو چې نجونې د پخوا په څېر د زده کړو حق ترلاسه نه کړي،‌ دا هېواد به ښه ورځ ونه ویني.

ځواب ورکړئ

نه یواځې افغان ښځې د زده کړو غوښتنه کوي؛ بلکې په افغانستان کې له ځینو څو لوړ رتبه حکومتي مشرانو غیر نور ټول ولس خپلو ښځو ته د زده کړو د بېرته اجازت غوښتونکي دي او هر څوک غواړي چې د کورنۍ ښځینه یې د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو برخه کې آن د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي. کاش چې د هر افغان دا ارمان پوره شي چې نور دا واړه مسایل یو خوا او د لویو لویو کارونو لپاره تصامیم ونیول شي. مثلاً په لویه کچه په هېواد کې د لویو لویو کار خانو جوړول، چې میلیونونه بې کاره خلک په کې په کار بوخت شي. د کانونو استخراج چې فني او مسلکي انجنیران په کې کار وکړي، د لویو لویو، مجهزو روغتونونو جوړول چې افغان ښځینه او نارینه په سرحدي پولو کې د نورو هېوادونو د پولیسو له خوا په لرګیو ونه وهل شي او ګڼ شمېر داسې لویې او وړې پروژې افتتاح او ترسره کول چې ټول افغان ولس ته یې هم په اوس او هم په راتلونکي کې ګټه ورسېږي...

ځواب ورکړئ

افغانې نجونې له سخت حالت سره مخامخ دي. دوی د شریعت په پنجره کې راګیرې دي. دوی بې وسه شوي دي. دوی هیڅ انتخاب نه لري. دوی په خپلو کورونو کې په زرګونو هیلې په زړه نهیلي ناستې دي. یو شمېر افغان نجونې له رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي. ځینو یې د دوی له خوښې پرته واده شوي دي. ځینو یې ځان وژنه کړې ده. افغانې نجونې له یوه ناوړه وضعیت سره مخامخ دي، داسې وضعیت چې هیڅ انسان نه غواړي ورسره مخامخ شي. د دوی حقونه تر پښو لاندې شوي او دوی له پامه غورځول شوي دي. افغانې نجونې د پاڅېدلو لپاره لاس ورکولو ته اړتیا لري. موږ له اوسني حکومت څخه غواړو چې د افغانو خویندو او لوڼو ځورول ودروي او له دوی سره د بشري خواخوږۍ په اساس مرسته وکړي او حقونه یې ورکړي.

ځواب ورکړئ