ساينس ـ ټکنالوژي

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم په نړۍ والو سیالیو کې جایزې وګټلې او خپلو ملګرو ته یې الهام ورکړ

د عمر راپور

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم، له یو کال څخه ډېر مخکې له افغانستان څخه له وتلو او په بهرنیو هېوادونو کې له پناه اخیستلو څخه وروسته، په سویتزرلنډ کې د روبوټ جوړونې په فرسټ ګلوبل نړۍ واله سیالۍ کې دوه جایزې ګټلې دي. په دې سیالۍ کې، له ۱۸۰ څخه د ډېرو هېوادونو روبوټ جوړونکو ټیمونو برخه اخیستې وه، چې د تلې له ۲۱مې څخه تر ۲۴مې پورې په جنیوا کې ترسره شوه. [عمر/ عکس د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم اخیستی دی]

هرات -- د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم، له یو کال څخه ډېر مخکې له افغانستان څخه له وتلو او په بهرنیو هېوادونو کې له پناه اخیستلو څخه وروسته، په سویتزرلنډ کې د روبوټ جوړونې په فرسټ ګلوبل نړۍ واله سیالۍ کې دوه جایزې ګټلې دي.

په دې سیالۍ کې، له ۱۸۰ څخه د ډېرو هېوادونو روبوټ جوړونکو ټیمونو برخه اخیستې وه، چې د تلې په ۲۱-۲۴مه په جنیوا کې ترسره شوه.

د افغانستان ټیم چې له اوو ښځو څخه تشکیل شوی، د خوندیتوب جایزه او د ټولنیزو رسنیو جایزه وګټلې.

د روبوټ جوړونکي ټیم یوې غړې شبنم نورزۍ وویل، د فرسټ ګلوبل په نړۍ واله سیالۍ کې برخه اخیستنې او د دوو جایزو ګټنې ټیم ته نوې هیله ورکړې ده.

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړې د یوه عکس د اخیستنې لپاره چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ځانونه جوړوي. په فرسټ ګلوبل نړۍ وال بریښناپانې د یاد ټیم له قوله لیکل شوي، «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې جنګ به موږ له پرمختګ څخه ایسارې نه کړي. که زموږ په څېر فرصت ورکړل شي، افغان نجونې کولی شي چې د نړۍ راتلونکې ساینسپوهانې او مخترعینې شي.» [فرسټ ګلوبل]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړې د یوه عکس د اخیستنې لپاره چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، ځانونه جوړوي. په فرسټ ګلوبل نړۍ وال بریښناپانې د یاد ټیم له قوله لیکل شوي، «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې جنګ به موږ له پرمختګ څخه ایسارې نه کړي. که زموږ په څېر فرصت ورکړل شي، افغان نجونې کولی شي چې د نړۍ راتلونکې ساینسپوهانې او مخترعینې شي.» [فرسټ ګلوبل]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړې د تلې په ۲۴مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د روبوټ جوړونکیو په فرسټ ګلوبل نړۍ واله سیالۍ کې لیدل کیږي. [عکس د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم اخیستی دی]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړې د تلې په ۲۴مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د روبوټ جوړونکیو په فرسټ ګلوبل نړۍ واله سیالۍ کې لیدل کیږي. [عکس د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم اخیستی دی]

افغان نجونې د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

افغان نجونې د وږي په ۲۷مه په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې خپل روبوټونه نندارې ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «په داسې سیالیو کې په ګډون سره، موږ غواړو چې نړۍ ته د افغان ښځو او نجونو وړتیاوې او پرمختګ ور وښیو.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې نه یواځې د خپل ټیم وړتیاوې بلکې دغه راز د میلیونونو افغان نجونو ځواکمنتیا وښیو چې چې په یوه سخت او نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.»

نورزۍ وویل، که په افغانستان کې دننه نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړای شي، هغوی هم کولی شي چې د روبوټیک ټیم د نجونو په څېر وده وکړي او د راتلونکي ساینسپوهانې شي.

افغان نجونو ته الهام ورکول

د روبوټ جوړونکي ټیم بریالیتوب د راتلونکي لپاره د افغان نجونو هیله بیا راژوندۍ کړې ده.‌

په هرات ښار کې د ۱۲م ټولګي یوې زده کوونکې صدف یګانه وویل، «په تېر کال کې ما خپله هیله او انګېزه ټول له لاسه ورکړي وو ځکه ما نشوای کولی چې ښوونځي ته لاړه شم،‌ خو اوس زه باوري یم چې افغان نجونې کولی شي چې تر هر ډول شرایطو لاندې پرمختګ وکړي.»

هغې وویل، «د روبوټ جوړونکي ټیم د لاسته راوړنو په هکله له اورېدلو څخه وروسته، ما خپل کتابونه بیا راواخیستل او مطالعه مې پيل کړه. د هیلې له لاسه ورکولو او پرېشانۍ پرځای، به زه مطالعه وکړم او د خپل هېواد لپاره به یو لا ډېر روښانه راتلونکی جوړ کړم.»

صدف وویل، «زه باوري یم چې تیارې پسې رڼا شته او دا چې افغان نجونې به ژر د ښوونې او روزنې له لارې خپل موجود وضعیت بدل کړي.»

د هرات پوهنتون یوې محصلې خاطرې مجید چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، که څه هم چې افغان نجونې له سختو ننګونو سره مخامخ دي او ډېرې د نهیلۍ احساس کوي، لاکن د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم بریالیتوب هغوی ته هیله او الهام ورکوي.‌

هغې وویل، «په نړۍ واله سیالۍ کې د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم ښې اجرأ د افغان نجونو هیلې بیا غښتلې کړي دي.»

هغې وویل، «د قوت دې نندارې په هېواد کې دننه نجونو ته الهام ورکړ چې له کورونو څخه ووځي او په ټولنه کې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي.»

خاطرې مجید زیاته کړه، «کله چې نجونې د روبوټ جوړونکي ټیم بریالیتوب ویني، الهام ترې اخلي، او هغوی دې ته هڅوي چې لا ډېره مطالعه وکړي. له بده مرغه چې، د تېر کال په بهیر کې نجونو انګېزه له لاسه ورکړې ده. اوس کېدی شي چې هغوی بیا هیله ترلاسه کړي.»

په ملي کچه لاسته راوړنه

د هرات پوهنتون یوې محصلې نګینې بارک چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، د روبوټ جوړونکي ټیم جایزه ګټونکې اجرأ د ټولو افغان نجونو لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده.

هغې وویل، «تر موجودو شرایطو لاندې، چې نجونې نشي کولی د تېر په څېر ازادانه زده کړه وکړي، کېدی شي دا لاسته راوړنه ډېره الهام بخښونکې وي او کېدی شي نجونو ته هیله ورکړي.»

نګینې وویل، «د روبوټ جوړونکي ټیم وروستي اجرأت دا نظریه غښتلې کوي چې وضعیت به بدل شي او په هېواد کې دننه او بهر به نجونې د پخوا په څېر د روبوټ جوړونکي ټیم غوندې لاسته راوړنې ولري.»

په هرات ښار کې د ۱۱م ټولګي یوې زده کوونکې خدیجې سروري چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، دا جایزه نه یواځې د روبوټ جوړونکي ټیم بلکې دغه راز د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو لپاره په ملي کچه یوه لاسته راوړنه ده.

هغې وویل، «د نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم وروستی بریالیتوب هغو خلکو ته یو روښانه ځواب دی چې د نجونو ښوونې او روزنې ته اجازه نه ورکوي.»

خدیجې وویل، د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم بریالیتوب یو ځل بیا نړۍ ته ثابته کړه چې افغان نجونې غښتلې دي او کېدی شي چې ډېرې بریالۍ واوسي.

هغې وویل، «که افغان نجونو ته اجازه ورکړل شي چې زده کړه وکړي، هغوی کولی شي چې د روبوټیک ټیم په پرتله ډېرې وځلېږي او په نړۍ کې د افغانستان بیرغ پورته کړي.»

د روبوټ جوړونې تدریس

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې له افغانستان څخه ووتلې. د هغوی ځینې په قطر کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې نورې یې په متحده ایالاتو کې زده کړې کوي.

هغوی ژمنه کړې چې هغو افغان نجونو ته چې له روبوټ جوړونې سره مینه لري تدریس وکړي څو هغوی هم وکولی شي چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.

د ټیم مشرې فلورانس پویا چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل چې د هغې د ټیم غړې هڅه کوي چې د روبوټ جوړونې د علم او سوداګرۍ په برخو کې د افغان نجونو پوهه پراخه کړي.

هغې وویل، «زموږ هدف دا دی چې په افغانستان کې دننه نجونې د روبوټونو زده کړې ته دوام ورکړي. موږ هغو نجونو ته چې لیوالې دي د انټرنټ له لارې د روبوټ جوړونې تدریس کوو، او د هغوی تر څنګ ولاړې یو. ډېرې زیاتې نجونې له دې سره علاقه مندي لري چې روبوټ جوړونه زده کړي او موږ د هغوی ملاتړ کوو.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې په افغانستان کې دننه نجونې په راتلونکي کې د روبوټ جوړونې په نړۍ والو سیالیو کې برخه واخلي. موږ په افغانستان کې دننه ډېرې داسې با استعداده نجونې لرو چې ډېر زیار باسي او کولی شي چې ډول ډول روبوټونه جوړ کړي.»

فلورانس وایي هغه په اونۍ کې دوه ساعته په هرات کې نجونو ته د آنلاین روزنې لپاره وقف کړي دي.

د ټیم یوې بلې غړې صدف رحیمی چې ۱۸ کاله عمر لري، وویل، د افغان نجونو د ټیم له برکته په روبوټ جوړونه کې د ډېرو نجونو علاقه مندي زیاته شوې ده.

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې په روانو حالاتو کې په افغانستان کې دننه نجونې د روبوټ جوړونې مطالعه کوي. زه به تر خپل حده د دغو نجونو تر څنګ ودریږم او د هغوی ملاتړ به وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه زېری دی. د دې خبر په لوستلو ډېر خوښ شوم. افغانان خورا ښه استعدادونه لري خو بدبختي دا ده چې جنګونو وځپل. تاریخ جوړېږي. دا به هم د نړۍ په تاریخ کې ثبت شی چې افغانان ډېر کلک خلک دي. د څو لسیزو جنګونو، ورانیو او غیر استوارو حالاتو سره سره، بیا هم د نړۍ توجه ځان ته را اړولی شي. د ژوند کولو،پایدلو او له نړۍ سره د سیالۍ یواځنۍ لاره تعلیم دی. ښه بېلګه یې همدا افغان روبوټیک ټیم دی... بې تعلیمه انسانان مړه وي او له مړي څخه د حرکت تمه خیال دی. که افغانان غواړی چې سیال شي، تعلیم دې وکړي که نه، د بې روحه جسدونو په څېر دي او بې روحه جسدونه همېشه د نورو د دعاو محتاج وي.

ځواب ورکړئ

خلکو ته کاذب تسلیت او بې ځایه ډاډګیرنه ورکول لویه جفا ده. که دا له ښه نیت کوئ، له ګټې یې زیان زیات دی. خلکو ته واقعیتونه او حقیقتونه ووایاست. هغه څه چې وینئ او راځي، هسې هم پرې راځي؛ خو که له وړاندې خلکو ته ووایئ، ګټه یې دا ده چې په مقابل کې به یې پر وړاندې تدابیر ونیسي. ذهناً او فکراً به ورته چمتو وي. مګر که تاسې ورته بې ځایه ډاډګیرنه ورکوئ، را روان توپان ورته یوه ملایمه او اراموونکې سیلۍ ورښیۍ، هغوی یې پر وړاندې بې پروا او غافله کیږي. مثلاً تاسو د دا ډول خبرونو په خپرولو د افغانستان د روان ناسم اقتصادي وضعیت، غربت، بې وزلۍ او د شدیدې لوږې قیامت وینۍ، خو ددې هرڅه باوجود بیا هم خلکو ته د مدینې فاضلې او د من و سلوی کیسې غږوۍ. ډالر ورځ تر بلې د افغانۍ په مقابل مخ پورته روان دي، خو طالبان سهار په خیر کې ولیکي چې نن تر پرون ورځې هم راولوېدل. خلکو به د تیلو او ګازو د لوړو قیمتونو له کبله نقلیه وسایط کورونو کې ودرولي وي، خو دوی به ولیکي چې هله د حیرتان له لارې زرګونه په تیلو او ګازو بار کانټینرې را واوښتې او سبا ماښام یې کابل کې ګورئ. شخصاً زه ددې ډول درواغجنې ډاډګیرنې مخالف یم. خلکو ته رښتیا ووایئ، که هر څومره تریخ او سخت هم وي.

ځواب ورکړئ

زه په دې خوښ یم چې افغانستان داسې تکړه لوبغاړي لري چې په نړیوالو سیالیو کې لوبیږي. په دې هیله چې د نجونو ښوونځي به پرانستل شي، او ښځو ته به زموږ په هیواد کې د کار کولو اجازه ورکړل شي. له سلام ټایمز څخه هم مننه چې د داسې تکړه افغانانو د فعالیتونو په هکله لیکنې کوي.

ځواب ورکړئ

ذیر شه دی چی د افعانستان له خوا داسی با استعداده نمونی پ جهانی سیالیو کی برخی اصلی. لهستان تایمز مجلی نه مننه کوم چی د افعانستان د زلاندنو د فعالیت نو په رابطه لیکنی کوی. له طالبان زه عوشتنه کوم چی د افعانستان که د نجونو مکتب نه خلاص کری او اجازه کرکری چی کنونی مکتب نو تخ او شزی دفتر نو کی کار ته لاری شی. په احترام

ځواب ورکړئ