زده کړه

د افغان نجونو روبوټ جوړوونکی ټیم په قطر کې د نړۍ والې سیالۍ پایلو ته انتظار کوي

د عمران راپور

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم نهه غړې چې قطر ته انتقال شوي دي د روبوټ جوړونې نړۍ والې سیالۍ ته د داخلیدو لپاره په داسې حال کې تیاری نیسي چې په افغانستان کې طالبان لا هم نجونې مکتبونو ته له تلو څخه را ګرځوي. [عکس د افغان روبوټ جوړونکي ټبم اخیستی دی]

هرات - د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم نهه غړې چې قطر ته انتقال شوي دي، د روبوټ جوړونې نړۍ والې سیالۍ ته د داخلیدو لپاره خپل کارونه بشپړ کړي دي.

په سیالې کې د ګډون لپاره د کارونو د سپارنې موده ختمه شوې او ګډونوال پایلو ته انتظار کوي.

په عین حال کې په افغانستان کې طالبان لا هم نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې کوي.

د روبوټ جوړونکي ټیم غړې چې د زمړي په میاشت کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک له نیولو څخه وروسته قطر ته انتقال شوې،د قطر هیواد په بشپړ مالي ملاتړ او د دوې د اړتیاو په اساس په دریو انستیتیوتونو کې شاملې شوي دي.

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړي د تلې په ۶مه په دوحه، قطر کې په خپل نوي روبوټ کار کوي. [عکس د افغان روبوټ جوړونکي ټبم اخیستی دی]

د افغان نجونو د روبوټ جوړونکي ټیم غړي د تلې په ۶مه په دوحه، قطر کې په خپل نوي روبوټ کار کوي. [عکس د افغان روبوټ جوړونکي ټبم اخیستی دی]

د دوی د ټیم ځینې غړې په خپل هیواد کې پاتې دي په داسې حال کې چې ځینې نورې په مکسیکو او متحده عربي اماراتو کې دي.

هغه چې په دوحه کې دي په منظم ډول له ښوونځي څخه وروسته سره را ټولیدلې ترڅو د لومړۍ نړیوالې ننګونې په نامه د روبوټ جوړونې سیالې کې د برخې اخیستنې لپاره کار وکړي.

سږکال، دغه سیالي د ۱۷۴ هیوادونو څخه د روبوت جوړونکو ټیمونو په ګډون په مجازي ډول ترسره شوه.

سیالۍ کې د ګډون لپاره د سپارنو د منلو موده د چنګاښ له ۶ ام څخه د تلې تر۶ ام پورې وه. د سیالۍ چارواکي تمه لري چې د لړم په ۸ ام به ګټونکي اعلان کړي.

د لوبډلې سر روزونکې سمیه فاروقي په یوه ویډیويي پیغام کې سلام ټایمز ته وویل، افغان لوبډلې سیالۍ ته درې روبوټونه سپارلي دي.

هغې وویل، لومړی روبوټ یوه کوچنې وسیله ده چې داسې طرحه شوې ترڅو له هیلیم څخه ډکې شوې پوقانې په وسیله تر ۵۰ کیلو میترو پورې فضا کې پورته شي او له هغه ځای څخه د انترنت له لارې ځمکې ته د تودوخې، هوا فشار او رطوبت معلومات ولیږدوي.

دوهم روبوټ د داخلي چاپیریال لکه روغتونونو، دفترونو او کورونو د غیرمنتن کولو لپاره طرحه شوی.

سیالۍ ته سپارل شوی دریم روبوټ څو فعالیتونه کولی شي: کولی شي تر۷ کیلو پورې وزن ولیږدوي او یو توپ تر۳ مترو پورې لرې او ۱.۵ متره لوړ وغورځوي.

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې هغه وخت سرلیکونه جوړ کړلچې په واشنګټن ډي سي کې یې په لومړۍ نړیوالې سیالۍ کې خاصه جایزه ترلاسه کړه.

'افغان نجونې یواځې مه پریږدۍ'

د روبوت جوړونکي ټیم غړې پداسې حال کې چې د سیالۍ پایلو ته په تمه دي، د خپل ټیم د هغو غړو په هکله چې په افغانستان کې پاتې دي اندیښمنې دي.

په داسې حال کې چې طالبانو تیره میاشت ژمنه وکړه چې دوی به نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو ښوونځيو ته ستنې شي مګرم تراوسه پورې بې برخې دي. د دوې د یوه ویاند په وینا «لا نور وخت ته اړتیا ده»

د روبوټ جوړونکي ټیم یوې غړې ناهید رحیمي وویل: «موږ هیله لرو چې افغانې نجونې او میرمنې به وکولی شي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپلو هیلو ته ورسیږي.»

هغې وویل، د افغانستان نیمایي ټولنه له نجونو او میرمنو څخه جوړه شوې او که هغوې له تعلیم او کار څخه محرومې شينو هیواد به وده و نه کړي او یوه نیکمرغه ټولنه به را منځته نه شي.

رحیمي زیاته کړه «دوی باید موږ سره ودریږي ترڅو زموږ حقوق خوندي شي.»

د ټیم بلې غړې شبنم نورزۍ وویل، افغان میرمنو او نجونو د ننګونو په له منځه وړلو او د لاسته راوړنو په ترلاسه کولو کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

هغې وویل، تعلیم افغان نجونو ته وړتیا ورکوي چې روبوټونه جوړ کړي او پرمختګ وکړي او زیاته یې کړه «هیڅوک نشي کولی دومره ستر خنډونه رامینځته کړي چې زموږ سختې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي.»

هغې له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل ترڅو هغه افغانې میرمنې او نجونې هېرې نه کړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند کولو پرته بله چاره نه لري.

نورزۍ وویل، نجونو ته باید ډیر فرصتونه ورکړل شي ترڅو هغوی خپلو استعدادونو ته وده ورکړي او افغانستان ته ویاړونه راوړي.

د ټیم بلې غړې هدیه حیدرپور وویل، د نړۍ د نورو نجونو په څیر، افغان نجونې د زده کړې او پرمختګ حق لري.

هغې وویل، افغان روبوټ جوړونکی ټیم به شپه او ورځ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي ترڅو د افغانستان پریښودو ته د مجبورۍ سره سره نورې لاسته راوړنې هم ولري.

حیدرپور وویل «دا مهمه نده چې موږ چیرته اوسیږو.»

د نجونو د تعلیم په اړه اندیښنې

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې، د هیلو له کمیدو سره سره نجونې ښوونځیو ته د بیرته تګ په انتظار کې دي.

په افغانستان کې د هغو نجونو او میرمنو لپاره چې د تعلیم غوښتونکې دي، انځورډیر تیاره دی.

د طالبانو له نویو قعیوداتو لاندې،نجونې تر شپږم ټولګي پورې ښونځیو ته تللی شي، په داسې حال کې چې میرمنې به په شخصي پوهنتونو کې له نارینه و څخه جدا کیږياو یواځې که حجاب واغوندې نو د درس اجازه به ورکړل شيپه داسې حال کې چې ټول دولتي پوهنتونونه بند دي.

په هرات ښار کې د لسم ټولګي زده کوونکې نسیمې عظیمي وویل، نږدې دوه میاشتې کیږي چې نجونې ښوونځیو ته د ستنېدو انتظار باسي، خو د نجونو د زده کړې په اړه د طالبانو دریځ لا روښانه نه دی.

هغې په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د نجونو له تعلیم څخه د انکار په اړه یې مایوسي څرګنده کړه وویل «د اقتصادي ستونزو سره سره ما خپلې زده کړې تعقیب کړې او هیله لرم چې یوه ورځ ډاکټره شم».

هغې وویل، په زرګونو تکړه افغان نجونېښوونځيو ته د تګ انتظار باسياو غواړي د خپل هیواد په راتلونکي کې رول ولوبوي، مګرم دوی ته اجازه نه ورکول کیږي.

هغې وویل، طالبان د نجونو له تعلیم څخه هیڅ ویره باید ونلري او زیاته یې کړه «موږ پر طالبانو غږ کوو چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي.»

هغې وویل چې نه غواړي چې خوبونه یې د سترګو تر مخې وران شي.

سحر احمدي، چې د هرات پوهنتون د ژورنالیزم د دریم کال محصله ده، وايي چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په بې صبرۍ سره خپلو ټولګیو ته د ستنېدو انتظار باسي.

هغې د طالبانو تعلیمي پالسیانو ته په اشارې وویل « «زه د ځان او نورو افغان نجونو لپاره یوه تیاره راتلونکې وینم»

احمدي وویل، « د ډیرو ننګونو سره سره، نجونو په تیرو ۱۵ کلونو کې ډیر زحمت ویستی، او موږ غواړو روښانه راتلونکې ولرو. خو واک ته د طالبانو په راتګ سره زموږ ټولې هیلې له منځه ولاړې.»

هغې وویل، «که طالبان غواړي د نجونو او هلکانو ټولګي جلا کړي، دوی باید ژر تر ژره دا کار وکړي، مګر دوی باید موږ پوهنتون ته له تګ څخه منع نه کړي.»

هغې وویل، نړۍ باید پدې مهم وخت کې افغان میرمنې او نجونې یواځې پرې نه ږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نارینه او ښځینه مساوي حقوق لري. اوسنی حکومت باید دغو حقونو ته پام وکړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې په خپل هېواد کې زده کړې وکړي او خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي، ځکه ښځو ته د هېواد په هر سکتور کې اړتیا ده. موږ اړتیا لرو چې ښځې هر چېرې په روغتونونو، ښوونځیو، دولتي ادارو، بهرنیو موسسو او وزارتونو کې کار وکړي. که طالبان د نجونو لپاره جلا ټولګي غواړي، ښه به وي چې ژر تر ژره د هغوی ټولګي سره جلا کړي او د زده کوونکو وخت ضایع نه کړي. اسلامي امارت باید لاس په کار شي او د افغانستان د خلکو لپاره کار وکړي څو د هیچا حقونه تر پښو لاندې نشي.

ځواب ورکړئ