زده کړه

ښځې د زده کړو د فرصتونو په لټه کې او د طالبانو د استبداد پر وړاندې ولاړې دي

د عمر راپور

افغانانې مخ په ډیریدونکي ډول د طالبانو د ظالمانه ایډیالوژۍ پر وړاندې، چې د ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیسي، مقاومت کوي، او حکومت ښځو ته فرصتونه برابروي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي او د زده کړو کچه لوړه کړي. [عمر/شمیل مشال/سلام ټایمز]

بادغیس -- ښځې مخ په ډیریدونکي ډول د طالبانو د ظالمانه ایډیالوژۍ پر وړاندې، چې د ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیسي، مقاومت کوي، او حکومت ښځو ته فرصتونه برابروي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي او د زده کړو کچه لوړه کړي.‌

د بادغیس ولایت د پوهنې رییس محمد آصف فولاد وویل، د پوهنې وزارت تېره سې شنبه /د غوایي ۲۸مه/ د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د سواد زده کړې یو پروګرام پیل کړ.‌ دغه پروګرام داسې طرحه شوی چې ۳۰ - ۶۰ کلنو ښځو ته د زده کړو د دوام فرصت په لاس ورکوي.

دا په قلعه نو کې د خپل ډول لومړنی پروګرام دی.‌

فولاد وویل، په لومړۍ مرحله کې به له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځې د سواد زده کړې په ټولګیو کې برخه واخلي، او تمه ده چې دا شمېر به په نږدې راتلونکي کې ۲۰۰ ته زیات شي.

په سلګونو ښځې د غوایي په ۳۰مه په هرات پوهنتون کې د کانکور ازموینې ورکولو نه مخکې په کتار کې انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

په سلګونو ښځې د غوایي په ۳۰مه په هرات پوهنتون کې د کانکور ازموینې ورکولو نه مخکې په کتار کې انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو چې د ۳۰ او ۶۰ کالونو تر منځ عمرونه لري د سواد زده کړې په یوه پروګرام کې چې حکومت یې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې وړاندې کوي، برخه اخیستې ده. دلته د غوایي په ۱۸مه لومړی صنف ښودل شوی دی. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو چې د ۳۰ او ۶۰ کالونو تر منځ عمرونه لري د سواد زده کړې په یوه پروګرام کې چې حکومت یې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې وړاندې کوي، برخه اخیستې ده. دلته د غوایي په ۱۸مه لومړی صنف ښودل شوی دی. [شمیل مشال/سلام ټایمز]

هغه وویل، ډېرو هغو ښځو چې په دغه پروګرام کې برخه اخلي، خپل د زده کړو لومړني فرصتونه د جنګ او په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو د حضور له امله له لاسه ورکړي دي.‌

یو نوی ژوند

د مقر ولسوالۍ یوې زده کوونکې سعد ګل چې ۳۵ کاله عمر لري،‌ وویل، «د سواد زده کړې په ټولګي کې د زده کړو په پيلولو سره، ما داسې احساس وکړ لکه یو نوی ژوند مې چې پیل کړی وي.»

هغې په دې هکله معلومات ورکړل چې څنګه د طالبانو د تاوتریخوالي او جنګ له لاسه له کالونو راهیسې هغه ښوونځي ته له تګ څخه ایساره شوې وه.‌

هغې وویل، «طالبان باید جنګ ودروي او تاوتریخوالی وغندي څو موږ وکولی شو چې په ارامۍ سره ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شو.»

نوموړې وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې زده کړه وکړي او تعلیم ترلاسه کړي.»

۴۷ کلنې زرغونې وویل، د سواد زده کړې د پروګرام په پیلولوسره د هغې په زړه کې د راتلونکي لپاره هیله پیدا شوه. هغه هم د جنګ له امله نه وه توانېدلې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

زرغونې وویل، اوس چې حکومت موږ ته فرصت راکړی زه زده کړو ته ډېره لېواله یم او غواړم چې د نورو لوستو ښځو په څېر د ټولنې یوه مؤثره غړې واوسم.

هغې وویل، «زه له حکومت نه په دې منندویه یم چې دا حیاتي فرصت یې برابر کړی دی. زه به د خپلې کورنۍ غړو ته هر هغه څه ور ښیم چې زه یې په ښوونځي کې زده کوم.»

طالبان ناپوهۍ ته دوام ورکوي

د طالبانو ډلې د خپل جوړښت له پيل راهیسې د ښځو او نجونو د زده کړو مخالفت کاوه.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وویل، په دغه ولایت کې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نجونو ټول ښوونځي بند کړي او د هلکانو ځینې ښوونځي یې هم ځنډولي دي.‌

هغه وویل،‌ «ډېرې هغه ښځې چې اوس د سواد زده کړې په ټولګیو کې برخه اخلي داسې ښځې دي چې د طالبانو په دوره کې ښوونځيو ته له تګ څخه محرومې شوې وې یا اوس د هغوی تر واک لاندې سیمو کې له زده کړو څخه محرومې دي.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې اسلام په هر مسلمان سړي او ښځه باندې د علم زده کړه فرض کړې ده، طالبانو د اسلامي ارزښتونو پر خلاف ښځې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړي دي.»

شمس وویل، د قومي مشرانو له خوا د منځګړتوب له دوامدارو هڅو سره سره چې د نجونو ښوونځي پرانستي وساتي،‌ طالبانو د دغه کار مخالفت کړی دی.‌

هغه زیاته کړه، د نجونو د زده کړو په هکله د دغې ډلې چلند بدل شوی نه دی.‌

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال محمدالله نورزي وویل، «طالبانو د تېرو درې لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې یو نسل ویجاړ کړی دی.»

هغه وویل، «د هغوی منطق او ذهنیت په تاوتریخوالي،‌ یاغیتوب او وژلو کې دی، او دا ډله به هېڅکله هم خپل ځانونه د ښه والي په لور بدل نه کړي.»

نورزاد وویل، چېرې چې طالبان د پښې ځای لري،‌ هلته هغوی تیاره او ویجاړتیا راوړي او خلکو ته سخت زیانونه رسیږي. نوموړي وویل، «ډېر زیانونه ښځو ته ور رسیږي ځکه چې هغوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له خپلو بشري حقونو څخه محرومې دي.»

هغه زیاته کړه،‌ د طالبانو ایډیالوژي په ننني افغانستان کې ځای نه لري ځکه چې نوی افغان نسل د هغوی مخالفت کوي او غواړي چې دغه ډله په بشپړ ډول له میدان نه وځي.‌

ښځې د لوړو زده کړو په لاره کې پرتو خنډونو باندې غالبیږي

په هرات ولایت کې ښځو د غوايي د ۳۰ - د غبرګولي ۱ په تر‌څ کې د پوهنتون د کانکور ازموینه کې برخه واخیستله او په دې توګه یې د خپلو زده کړو د دوام لپاره هیله او د طالبانو د تیارې دورې پر وړاندې کرکه څرګنده کړه.‌

سږ کال د پوهنتون د کانکور ازموینه کې د ۴۰۰ برخه والو له ډلې څخه ۵۶٪ ښځې وې چې د تېر کال په پرتله ۴٪ ډېرښت ښیي.‌

د کانکور ازموینې یوې برخه والې سعدیې بارکزۍ د هغو ښځو اوږدو کتارونو ته په اشارې سره چې د کانکور ازموینې ورکولو لپاره ناستې وې، وویل، طالبان باید د نن ورځې حقیقت درک کړي او خپله ماتې ومني.‌

هغې وویل، «نوی افغان نسل، ښځې او سړي دواړه، ټول لوستي دي او ځواکمن دي. هیڅوک هم نشي کولی چې پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او نور ورباندې د نه منلو وړ محدودیتونه ولګوی.»

بارکزۍ وویل، «موږ پوهېږو چې موږ له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخامخ یو او د پام وړ خنډونه موجود دي، لاکن د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې وضعیت څنګه دی، طالبان باید پوه شي چې موږ به هېڅکله هم د هغوی غوښتنې او غیر اخلاقي ایډیالوژي ونه منو.»

مریم ظفر چې د ازموینې لپاره ناسته وه، وویل، د سږ کال په کانکور ازموینه کې د ځوانو ښځو او سړیو پراخ حضور ښیي چې افغان ځوانان به تل د طالبانو ایډیالوژي رد کړي.

هغې وویل، «موږ به د طالبانو د جهالت پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو، او هېڅکله به هم اجازه ورنه کړو چې تیاره په رڼا باندې غالبه شي. دا ناشونې ده چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو فعالې همکارۍ ته په کمه سترګه وکتل شي.»

مریم وویل، د طالبانو سخت دریځه ایډیالوژي له ناکامۍ سره مخامخ ده او که هغوی غواړي چې په افغاني ټولنه کې برخه واخلي هغوی باید یوه نوې ایډیالوژي وړاندې کړي.‌

د هرات والي سید وحید قتالي د غوایي په ۳۰مه د ازموینې د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د سږ کال په کانکور ازموینه کې د برخه والو ښځو د شمېر زیاتوالی د طالبانو پر مخ یوه څپېړه ده.‌

هغه وویل، «د سږ کال په کانکور ازموینه کې په ډېر شمېر سره د ځوانانو حضور طالبانو او د هغوی ملاتړو هېوادونو ته ښکاره پیغام ورکوي چې افغانستان به هېڅکله هم پر شا لاړ نشي او دا چې افغانان دې ته ژمن دي چې د خپل هېواد لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

قتالي وویل، «موږ باید د نن ورځې د صحنې، چې بې ساري شمېر ځوانانو او په ځانګړې توګه ښځو د کانکور ازموینه کې برخه اخیستې ده، یو عکس د مذاکراتو پر مېز کېږدو، او طالبان باید یو ځل دا عکس وګوري او پوه شي چې هغوی په افغانستان کې له حقایقو څخه څومره ناخبر دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس چې زمونږ په هېواد کې د سولې، ولسواکۍ، عدالت او ښېرازۍ لپاره په زړه پورې شرایط برابر شوي، ټولې ښځې، د سیاسي او ایډیالوژیکو عقایدو له پام کې نیولو څخه پرته باید د سړیو او ځواکونو تر څنګ په متحد ډول زمونږ په ځپل شوې ټولنه کې د مساوات لپاره کار وکړي، په ټوله ټولنه کې د سړیو او ښځو تر منځ د ازادۍ او د حقونو د مساوات غوښتنې ځواب کړي،‌ او داسې یو ویاړمن او پرمختللی افغانستان برابر کړي چې د ښځو د حقونو مساوات خپل غ‍ټ اساسات بولي، څو مونږ وکولی شو چې په ښځو باندې د ظلمونو دا ناسور چې زمونږ د ټولنې په لمن یو تور داغ دی، له منځه وېسو.

ځواب ورکړئ

د ښځپالنې پر وړاندې له مخالفت او په دې لاره کې له خنډونو سره سره، له نېکه مرغه چې د یو شمېر اسانتیاوو او امکاناتو په رامنځته کېدلو سره، زمونږ ډېرو محترمو خویندو د زده کړو فرصتونه ترلاسه کړل او په بهر کې یې خپله علمي سویه لوړه کړې ده. په دې توګه، زمونږ د محترمو خویندو د پوهې او زده کړې کچه لوړه شوې چې دا په ټولنه کې یوه غټه روحاني او علمي لاسته راوړنه ګڼل کیږي. د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته د نورو پرمختګونو تر څنګ یو پرمختګ په سیاست کې د ښځو د ځای او حقونو پېژندل دي. په دې توګه، په ولسي جرګه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو لږ تر لږه ۶۸ او د مشرانو جرګه کې ۲۳ استازې کار کوي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو د حکومت،‌ چې له ښځو سره په کې سخت توپیري چلند او سختي کېدل، له نسکورېدلو څخه د نژدې ۲۰ کالو په تېرېدلو سره، اوس د دې هېواد ښځو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو په برخه کې ډېرې بریاوې ترلاسه کړي دي.‌ هغه ښځې چې د طالبانو په وخت کې یې حتی د زده کړو حق نه درلود، اوس کولی شي چې په ټولنه کې په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، خو له دا ټولو پرمختګونو سره سره چې افغانستان په دې برخه کې کړي دي، ښځې اوس هم په دې هېواد کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي. په دې هېواد کې اوس هم واک د سړیو په لاسونو کې دی، او د کورني او ټولنیز تاوتریخوالي اکثر قربانیان ښځې دي.‌ دغه راز، طالبان په دې هېواد کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په لاره کې یو غټ خنډ بلل کیږي.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې له دیموکراتیک نظام او یوه نوي حکومت څخه شل کاله وروسته، اوس هم د ښځو د پرمختګ په هکله منفي فکرونه موجود دي. په ډېرو حالتونو کې، سړي د ښځو د پرېکړو درناوی نه کوي او په ډېرو حالتونو کې ښځې له سپکاوي سره مخامخ کیږي.‌ د افغانانو لپاره دا د منلو وړ نه دي، او حکومت باید د ښځو د ازادۍ د خوندي کولو او د هغوی پر ضد د تاوتریخوالي ترسره کېدلو مخه ونیسي. اوس هم په ادارو او دفترونو کې ښځې له جنسي زورونې سره مخامخ کیږي او تل د سړیو له خوا توهین او تحقیر کیږي.‌

ځواب ورکړئ

ښځې د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي. د دې وروسته پاتې یا تنګ نظرو عقایدو پرخلاف چې ښځې وړتیا نه لري، ښځو تل د سړیو تر څنګ په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې مستقیم او غیرمستقیم رول لوبولی دی. په ټولنیزو، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او اداري برخو کې محدودیتونه او ستونزې چې ښاري افغانانې ورسره مخامخ دي، په دې برخه کې د زړه توري کېدلو سبب شوي دي، چې دا له شک پرته په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د ښځو او نجونو په رول باندې اغېز کوي،‌ او د ښځو د حقونو په برخه کې له ډېرو جنجالي مسایلو څخه دي.‌ دغه راز، په اقتصادي برخه کې د کلیوالو ښځو حضور یو له هغو موضوعاتو څخه دی چې په هکله یې پوښتنې مطرح کیږي. د ټولنیز-اقتصادي ژوند په پرمختګ کې د هغوی ګډون کم لیدل کیږي، په داسې حال کې چې ښځې تل د خپلو خاوندانو، ورونو او ماشومانو تر څنګ په ټولو چارو کې فعالې دي.‌ د دودیزو او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د ښځپالنې مخالف سړي دې ته چمتو نه دي چې د هغوی ګډون ومني، له دې امله په کار ده چې په ټولو برخو کې د ښځو رول په پام کې ونیول شي،‌ او له طالبانو سره،‌ چې په ټولنه کې د ښځو د حضور مخالف دي، په خبرو کې باید جدي بحث وشي، چې آیا د ښځو په هکله د هغوی نظرونه بدل شوي که هغوی اوس هم په سیاسي، اقتصادي،‌ کلتوري او نورو برخو کې د ښځو د حضور مخالف دي.‌

ځواب ورکړئ