زده کړه

په زرګونو افغان نجونو له مرګوني برید څخه څو اونۍ وروسته د پوهنتون کانکور ازموینه ورکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په زرګونو افغان نجونو او ښځو د تلې په ۲۱مه، دوه اونۍ وروسته له هغه چې یوه بمي بریدګر د ازموینو لپاره چمتو کېدونکې په لسګونو زده کوونکې ووژلې، د پوهنتون کانکور ازموینه ورکړله. د تېر زمري په میاشت کې،‌ د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې ډېرې نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي. [ډانیل ډي کارتیریت/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په زرګونو افغان نجونو او ښځو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۱مه/ دوه اونۍ وروسته له هغه چې یوه بمي بریدګر د ازموینو لپاره چمتو کېدونکې په لسګونو زده کوونکې ووژلې، د هېواد د پوهنتون کانکور ازموینه ورکړله.

د ۱۴۰۰د زمري میاشتې راهیسې، په افغانستان کې ډېرې نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي دي.

په ورته وخت کې، د هېواد پرېوتی اقتصاد له ډېرو خلکو څخه دا وس اخیستی چې د پوهنتونونو زده کړې وکړي، او ځینو میندو او پلرونو د امنیتي اندېښنو له امله ماشومان له زده کړو څخه اېستلي دي.

د تلې په ۸مه، یو ځانمرګی بمي بریدګر په کابل کې کاج د لوړو زده کړو مرکز ته ننوت، او په داسې یوه درسي تالار کې یې، چې هلکان او نجونې په کې جلا جلا ناست ول، خپل ځان ته چاودنه ورکړله چې د ۴۶ ښځو په ګډون ۵۳ کسان یې ووژل.‌

افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې کانکور ازموینه ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې کانکور ازموینه ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه افغانه ساتونکې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې، محصلانې د کانکور ازموینې کې له ګډون څخه مخکې، تلاشي کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه افغانه ساتونکې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې، محصلانې د کانکور ازموینې کې له ګډون څخه مخکې، تلاشي کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې د کانکور ازموینې ورکولو ته له رسېدلو څخه وروسته په کتار ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې د کانکور ازموینې ورکولو ته له رسېدلو څخه وروسته په کتار ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کاج د لوړو زده کړو مرکز سړیو او ښځو ته د پوهنتون د کانکور ازموینې څخه مخکې روزنه ورکوي.

دا مرکز د کابل په لوېدیځ کې په دشت برچي سیمه کې پروت دی. د دې سیمې ډېر اوسېدونکې شیعه هزاره ګان دي چې د افغانستان له تر ټولو ډېرو خونړیو بریدونو څخه یو شمېر دغلته ترسره شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم په کاج مرکز باندې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د چاودنې اکثر قربانیان د اقلیت شیعه هزاره ټولنې غړي وو چې ډېر وختونه یې د داعش ترهګره ډله په نښه کوي.‌

د محصلانو تر منځ پرېشاني

د زهرا په نامه یوې ۱۸ کلنې زده کوونکې چې د پنجشنبې په ورځ یې کانکور ازموینه ورکړله، او هیله لري چې کمپیوټر ساینس پوهنځی ولولي، وویل، «ډېره زیاته پرېشاني موجوده ده.»

هغې له ازموینې څخه مخکې ای اېف پي ته وویل،‌ «زموږ ذهنونه ځپل شوي، او تل داسې احساس کوو چې هر وخت کېدی شي چې چاودنه وشي.»

نجونې چې ځانونه یې په تورو ټیکریو کې پوښلي وو، له معتبر کابل پوهنتون څخه بهر د کانکور ازموینې ته په کتار کې ولاړې وې.

نارینه وو د ورځې په لومړیو کې خپل امتحانونه ورکړي وو.

زده کوونکي د ازموینې ځای ته له ورننوتلو څخه مخکې په بشپړ ډول تلاشي کېدل، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په شاوخوا سیمو کې ګزمه کوله او نږدې پرتې لارې یې د موانعو په وسیله بندې کړې وې.‌

د مدینې په نامه یوې زده کوونکې وویل، «دا ځل زه امنیتي وضعیت ته ډېره اندېښمنه یم. ټول خلک ډیر وېرېدلی دی. لطفا دعا وکړئ چې څه چاودنه ونشي.»

دغه راز، زده کوونکیو ای اېف پي ته وویل چې د هغوی ډېر ټولګیوالو له پوهنتون څخه فاصله نیوله، او د برید له ډاره یې ازموینه لغوه کړله.

کانکور ازموینه، چې په افغانستان کې د پوهنتون ټول متوقع زده کوونکي یې باید ورکړي، د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته په لومړي ځل ترسره کړای شوه.

که څه هم چې د نجونو په ثانوي زده کړو باندې محدودیتونه لګول شوي، لږې زده کوونکې به د ازموینې په کوایفو برابرې راوځي، ځکه هغوی ښایي د لېسې زده کړې بشپړې نه کړي.

یوې زده کوونکې چې خپل نوم یې ذکر نه کړ، وویل، «که نجونې زده کړه ونه کړي، بیا څنګه موږ کولی شو چې یوه پرمختللې ټولنه ولرو؟»

خو پروفیسر یحی همای وویل،‌ «هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ له لاسونو څخه قلم او کتاب واخلي.»

په کابل پوهنتون باندې د ۱۴۰۰ کال د لړم په میاشت کې وسله والو سړیو برید وکړ چې له ۲۰ څخه ډېر محصلان یې ووژل. اکثر وژل شوي کسان محصلان ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو نجونې باید د دې ترهګریز برید په وړاندې مبارزه وکړئ او په هیڅ صورت کې خپلې نجونې پوهنتون ته له تګ څخه منع نه کړئ. که نن له ۱۹۷۷ تر ۲۰۲۱ کلونو سره پرتله کړو، نو په تېرو ۴۴ کلونو کې هره ورځ په کابل ښار او هم د افغانستان په ولایتونو کې د دښمن له خوا چاودنې کېدلې او راکټونه توغول کېدل. دا هغه څه دي چې موږ پخپله لیدلي دي، خو د دې وطن نجونو او هلکانو له زده کړو څخه لاس وانه خیست. له کلونو راهیسې دښمنانو هڅه کړې چې د نجونو د تعلیم مخه ونیسي او له زده کړو یې بې برخې کړي، خو په دې ناوړه کار کې بریالي نه شول. افغانې میرمنې تل خپلې خاورې ته وفادارې دي او د خپل وطن په اړه یې له بهرنیانو سره هیڅ ډول معامله نه ده کړې او تل یې خپلې دندې په صداقت او د وطن سره په وفاداري ترسره کړي دي. زما په یاد دي چې په ۱۹۸۶-۱۹۹۵ کلونو کې هره ورځ پر کابل ښار ۱۰-۳۰ راکټونه لګېدل، خو نجونو ښوونځي او پوهنتون ته د تګ مخه ونه نیوله. تاسو نجونې فکر وکړئ چې دا اوسني شرایط د تیرو کلونو له شرایطو سره ډیر توپیر لري. تاسو نجونې حتی د پوهنتون یا ښوونځي د پرېښودلو په هکله فکر هم مه کوئ. تاسو د افغانستان راتلونکي جوړونکي یاست.

ځواب ورکړئ

زما د قام همدا لوی ثبوت دی چې میاشت وړاندې د همدې تعلیم د حاصلولو په خاطر په سرو وینو کې لت پت شوه، خو اوس د کانکور په ازموینه کې ناست دي او د خپل ښه راتلونکي لپاره سپینې ورقې رنګوي. َزما د قام بچي امن پرست دي خو دښمن یې بزدله دی هېڅ رحم پرې نه کوي او نه یې پرېږدي چې د خوښۍ ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

د دغو ښځو هڅې او زړورتیا واقعاً د ستایلو وړ دي. د کانکور په ازموینه کې د نجونو ګډون د جهالت او تیارو پر وړاندې د افغان ښځو هوډ څرګندوي. سربیره پردې، په دې ازموینه کې په ګډون سره، دوی د داعش او ټولو هغو افراطیانو خوله په سوک ورکړ چې په ټولنه کې د ښځو د ګوښه کولو او د هغوی د پرمختګ مخه نیسي. خدای دې د دغو زړورو میرمنو د هڅو په برکت افغانستان د جهالت او د شیطان له شر څخه خلاص کړي. ژوندی دې وي افغان زړورې ښځې، تل دې وي پوهه او رڼا.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ پر افغان ښځو نوي محدودیتونه لګوي، دا هر څه هسې بې ارزښته دي. دا هره ورځ له ټولنې څخه ښځې جلا کوي. ښځې له روغتیا پرته په نورو برخو کې د کار کولو اجازه نه لري. طالبان حتی هڅه کوي چې د نجونو لپاره علمي ډګرونه محدود کړي. دا ټول مصیبت د څه لپاره دی؟ یوه نجلۍ باید څلور کاله سخت کار وکړي، پیسې مصرف کړي، په ژوند کې ګواښونه وویني، د طالبانو خبرې تحمل کړي، د پوهنتون څلور کلنه دوره له سلو ستونزو سره پاس کړي او په پایله کې په کور کې پاتې شي. آیا دا د دې ارزښت لري؟ په دې ډول کړنو سره طالبان غواړي وښيي چې له ښځو سره د هغوی دښمني پای ته نه رسېږي، خو ځینې خلک بیا هم د حقیقت منلو ته زړه نه ښه کوي او هڅه کوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دښمني پټه کړي، په داسې حال کې چې هغوی دا کار نشي کولی. طالبان د ښځو دښمنان دي او دا وحشيان به تر هغو آرام نشي چې ښځې په بشپړ ډول له ټولنې څخه وباسي. نو مهرباني وکړئ حقایق خپاره کړئ او د طالبانو لپاره کمپاین مه کوئ.

ځواب ورکړئ

د خوشحالۍ خبر دی. خدای دې وکړي چې د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره ختم شي.‌ سلام ټایمز تقریبا همیشه ښه خبرونه خپروي. البته یو منافقت په کې شته چې په افغانستان کې د پاکستان د ظلمونو او د هغه هېواد د پوځ له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ په هکله هېڅ نه لیکي. خبره رانه اوږده شوله. ما دا ویل چې خبر د خوشحالۍ ده خو تاسو عکسونه په غلط ترتیب لګولي دي. د لوست په ترتیب سره اول عکس باید دا وای: افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې د کانکور ازموینې ورکولو ته له رسېدلو څخه وروسته په کتار ولاړې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي] بیا ورپسې:‌ یوه افغانه ساتونکې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې، محصلانې د کانکور ازموینې کې له ګډون څخه مخکې، تلاشي کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي] او درییم عکس هغه چې امتحان ته ناستې دي. یعنې: افغان محصلانې د تلې په ۲۱مه په کابل پوهنتون کې کانکور ازموینه ورکوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي] بریالي اوسئ.

ځواب ورکړئ

د دې خبر په لوستلو ډېر خوښ شوم. تعلیم زمونږ د ستونزو د حل یواځنۍ لار ده. کومو ملتونو چې تعلیم ته مخه کړې، ژوند یې خامخا د ښه والي خوا ته تللی. په دې هیله چې واکمنو له نن ورځې درس اخیستی وي. دا کانکور په داسې وخت کې اخیستل کېږي چې په نژدې وخت کې په کابل کې په یو تعلیمي مرکز خونړی برید هم شوی خو بیا هم د ځوانانو لېوالتیا په ځانګړي ډول د انجونو، دا ښيي چې تعلیم مو د بدبختۍ نه د را ایستلو یواځنۍ حل دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ځوانانو کې شعوري اړخ ډېر پیاوړی شوی... په دې هیله چې نوي واکمن دا هر څه درک کړی، د نجونو مکتبونه چې څوڅومره ژر کېږي، خلاص یې کړي که نه، تاریخ هر څه ثبتوي.

ځواب ورکړئ