امنیت

وسله والو سړیو په کابل پوهنتون برید وکړ، هرې خوا ته وینې او جسدونه پراته ول

ای اېف پي

په کابل پوهتون د وسله والو سړیو له خوا له برید څخه وروسته یو ټپي شوی سړی د لړم په ۱۲مه په کابل کې په یوه امبولانس کې استقلال روغتون ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کابل پوهتون د وسله والو سړیو له خوا له برید څخه وروسته یو ټپي شوی سړی د لړم په ۱۲مه په کابل کې په یوه امبولانس کې استقلال روغتون ته رسېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۲مه/ لږ تر لږه ۱۹ کسان هغه وخت ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول چې اورپکو په کابل پوهنتون باندې برید وکړ. دغه برید له امنیتي ځواکونو سره له څو ساعته جګړې څخه وروسته پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین ای اېف پي ته وویل، «په برید کې درې بریدګرو لاس درلود. یوه یې په پیل کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه؛ دوه نور یې امنیتي ځواکونو ووژل.»

طالبانو وویل چې هغوی په برید کې لاس نه درلود.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ای اېف پي ته وویل، اکثر وژل شوي کسان محصلین ول.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند حامد عبیدي ای اېف پي ته وویل، برید هغه وخت پیل شو چې حکومتي چارواکي د ایران له خوا د کتابونو د یوه نندارتون د پرانستلو په موخه چې د پوهنتون په داخل کې ترتیب شوې وه په رارسېدلو ول.

عیني شاهدانو وویل، وسله والو سړیو په پوهنتون باندې برید وکړ چې په ترڅ کې یې په سلګونو کسان وتښتېدل او په دېوالونو واوښتل ترڅو له ډزو څخه ځانونه وژغوري.

عیني شاهدانو او د ای اېف پي یوه خبریال راپور ورکړ چې وروسته افغان امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه، او پوهنتون ته ورغلې ټولې لارې یې وتړلې.

آرین په ټوېټر ولیکل، «برید پای ته رسېدلی دی، خو له بده مرغه چې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.»

محصلینو وویل چې ګډوډي او پرېشاني رامنځته شوې وه

د فریدون احمدي په نامه یوه ۲۳ کلن محصل وویل، «موږ په خپلو ټولګیو کې درسونه ویل چې ناڅاپه مو په پوهنتون کې دننه ډزې واورېدلې،» او زیاته یې کړه چې دی او ګڼ شمېر نور محصلین له دوو ساعتونو څخه ډېر ایسار ول او بیا وژغورل شول.

نوموړي وویل، «موږ ووېرېدلو او فکر مو کاوه چې کېدی شي دا زموږ د ژوند وروستۍ ورځ وي... هلکانو او نجونو چیغې وهلې، دعاګانې یې کولې او د مرستې غوښتنه یې کوله.»

د اجتماعي علومو په ودانۍ کې، چېرې چې ده په کې درس ویلې، شاوخوا ۸۰۰ محصلین موجود ول.

هغه زیاته کړه، «دا چې زموږ په پوهنتون باندې د وسله والو په نني برید کې موږ څنګه ژوندي پاتې شوو د بیان لپاره زه هیچ الفاظ نه لرم.»

تېره اونۍ، لږ تر لږه ۲۴ کسان، چې اکثر یې زده کوونکي وو، د کابل په لویدیځه برخه کې په یوه تعلیمي مرکز باندې په یوه ځانمرګي برید کې چې داعش یې مسؤلیت واخیست، ووژل شول.

په ۱۳۹۷ کې، يوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل پوهنتون په مخه کې په لسګونو کسان چې اکثر یې تنکي ځوانان ول په یوه بل برید کې چې داعش یې مسؤلیت واخیست، ووژل.

اورپکو په ۱۳۹۵ کې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون باندې برید وکړ او ۱۶ کسان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نور دا خبره مه کوئ چې دا د ترهګرو کار وو، بلکې ښکاره یې ووایئ چې د ایران کار وو. زمونږ دښمن ایران دی. داعش ایران دی، طالبان ایران دی. ایران له مونږ څخه نفرت کوي او له ډېرو کالو راهیسې مونږ سپکوي او توهینوي.‌ ایران زمونږ پر وړاندې بخل کوي، او له مونږ نه داسې ډارېږي لکه سپی. زمونږ ځوانان زمونږ راتلونکی دی. هغوی غواړي چې مونږ تر ډېرو کالو پورې د ایران غلامان واوسو، او غواړي چې مونږ بې سواد واوسو. نو هڅه وکړئ چې زده کړه وکړئ او خپل وخت ضایع نه کړئ.‌ که تاسو په اروپا او بهرنیو هېوادونو کې یئ،‌ هڅه وکړئ چې د بې ګټې کارونو پر ځای خپل ځانونه اصلاح کړئ.‌ تر ټولو ډېر مهم زمونږ ذهنیت دی چې باید هغسې نه وي چې تاسو پخوا درلود او هغه باید افغانستان جوړ کړي چې مونږ د ایران غلامان نشو او هغوی ته احتیاج نشو.‌ زما ژبه بدله شوې او ایرانۍ شوې ده. ما په ایران کې څو کاله سخت کارونه وکړل، خو ایران یو ترهګر دی. زه دا خبره ځکه کوم چې ما په ایران کې ژوند کړی او د هغوی چلند مې لیدلی دی.

ځواب ورکړئ

په تعلیمي او مدني مرکزونو باندې بریدونه کول یو جاهلانه او وحشیانه کار دی.‌ پرون ترهګرو له کابل پوهنتون څخه هدیره جوړه کړې وه. مونږ له الله تعالی څخه د شهیدانو لپاره جنت او د ټپیانو لپاره عاجله او کامله شفا غواړو.

ځواب ورکړئ

مونږ له ډېر تسلیت ویلو څخه ستړي شوي یو. د افغانستان د حکومت چارواکي باید استعفا ورکړي.‌ هغوی ونشوای کولی چې د خلکو د ژوند او ملکیت امنیت خوندي کړي. هره ورځ په وسله والو غلاوو او ترهګریزو بریدونو کې ملکي خلک شهیدان کیږي، خو حکومت هېڅ هم نشي کولی. له دې امله، دا به غوره وي چې هغوی استعفا ورکړي.‌ تاسو په ما باور وکړئ چې د کورنیو چارو وزارت نشي کولی چې د خپلو منسوبینو امنیت ونیسي. هغوی خپل ځانونه په سیمنټي دېوالونو کې پټوي او نشي کولی چې بهر راوځي، ځکه چې هغوی له ترهګرو څخه وېرېږي. د افغانستان خلک باید د دغو فاسدو او بې کفایته خلکو پر ضد اعتراض وکړي او له واک څخه یې راوغورځوي.‌ تر څو به هره ورځ خلک وژل کیږي، او هغوی به یې یوازې ننداره کوي؟‌ د حکومتي چارواکو بچیان په کابل پوهنتون کې زده کړه نه کوي،‌ هغوی د نړۍ په غوره پوهنتونونو کې زده کړې کوي. کابل پوهنتون د غریبو او بې چاره خلکو ځای دی چې نشي کولی په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې وکړي او هغوی مجبور دي چې په دولتي پوهنتون کې زده کړه وکړي. که تاسو ماته په کابل پوهنتون کې د یوه ټیټ پوړي حکومتي چارواکي زوی وښیئ، زه به مې لاس پرې کړم. هغوی ټول په متحده ایالاتو، برتانیا، دوبۍ او نورو هېوادونو کې زده کړې کوي.‌

ځواب ورکړئ