امنیت

خلیلزاد د خونړیو بریدونو په ترڅ کې د افغانستان د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه تکرار کړه

ای اېف پي

یو ټپي شوی سړی د لړم په ۶مه په خوست ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز له یوه موټربمي برید څخه وروسته په یوه روغتون کې معالجه کیږي. [فرید زهیر/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د لړم په ۶مه په خوست ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز له یوه موټربمي برید څخه وروسته په یوه روغتون کې معالجه کیږي. [فرید زهیر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ‌ /د لړم ۶مه/ وویل، د افغان پولیسو د ځانګړیو ځواکونو په یوه مرکز باندې د یوه برید په ترڅ کې چې د موټربم او نښتو په ذریعه ترسره شو او څو ساعته یې دوام وکړ پنځه پولیس ووژل شول او په لسګونو کسان ټپيان شول. په داسې حال کې چې، یوه جګپوړي امریکایي مرکچي په افغانستان کې د وینو تویېدلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د خوست ولایت امنیه قوماندان غلام داود تره خېل ای اېف پي ته وویل، درې ځانمرګو بمي بریدګرو په خوست ولایت کې د اډې د په نښه کولو په موخه خپلو په چاودېدونکیو توکو سمبالو موټرو ته چاودنې ورکړې، او بیا نورو وسله والو سړیو هڅه وکړه چې یادې ودانۍ ته ننوځي.‌

هغه وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر سهار د وخته د اډې په دروازو کې خپل موټر ته چاودنه ورکړه، په داسې حال کې چې دوو نورو وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو سړیو تر منځ د وسله وال جنګ په ترڅ کې خپلو موټرو ته چاودنې ورکړې.‌

تره خېل وویل، د اورپکو او امنیتي ځواکونو تر منځ یو سخت جنګ چې نږدې ۹ ساعته یې دوام وکړ د ۷ نورو اورپکو په وژل کېدلو سره پای ته ورسېد.

تره خېل زیاته کړه، په برید کې پنځه پولیسان مړه او د ملکیانو په ګډون ۳۳ نور کسان ټپیان شول.

سمدلاسه هېڅ ډلې د برید پړه نه ده منلې.‌

په ورته وخت کې پولیسو وویل چې د لړم په ۶مه په یوه جلا برید کې درې ملکي کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول چې د کابل هوایي ډګر سره نږدې یوه موټر پورې نښتی مقناطیسي بم وچاودېد.‌

وینې تویول باید پای ته ورسیږي

افغان او امریکایي چارواکو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې زیاتېدونکې وینه تویېدنه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې چې تېره میاشت په قطر کې پیل شوې، ګواښي.‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لړم په ۶مه په ټوېټر ولیکل، «د سیاسي حل دروازه به د تل لپاره پرانستې پاتې نشي.»

خلیلزاد لیکلي، «ګڼ شمیر افغانان مري، او سیمه ییز ورانکاري له افغانانو څخه د خپلو غیر مشروع موخو د ترسره کولو لپاره د باروتو په توګه استفاده کوي.»

په یوه جلا اعلامیه کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، خلیلزاد به هڅه وکړي چې دواړه لوري وهڅوي ترڅو «خپلې هڅې ګړندۍ کړي څو په داسې یوه سیاسي لار نقشه باندې هوکړه وکړي» چې شخړه پای ته رسوي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «لوري باید د تاوتریخوالي په کمولو باندې هوکړه وکړي څو یو تلپاتې او هر اړخیز اوربند رامنځته شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه راپور کې چې د لړم په ۶مه خپور شو، وویل، د وږي په ۲۲مه د خبرو له پیلېدلو راهیسې د ملکي تلفاتو شمېر نه دی کم شوی.

په راپور کې راغلي، د روان ميلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۱۷۷ ملکي کسان ووژل شول او ۳۸۲۲ نور ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خلیلزاد تر ډېره د امریکا ګټې خوندي کوي او له دې لارې هغه خپله شخصي پروژه پرمخ وړي. هغه د افغانستان د ملي ګټو پروا نه کوي.

ځواب ورکړئ

د خلیلزاد خبرې اوس بې ګټې دي. له طالبانو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه مخکې باید هغه طالبان دې ته جوړ کړي وای چې اوربند وکړي، او هوکړه یې باید ترهغه ورسره نه وای لاسلیک کړې څو چې هغوی اوربند منلی وای. که د نړۍ ټول خلک له طالبانو څخه وغواړي چې اوربند اعلان کړي هغوی به بیا هم دې ته چمتو نشي چې تاوتریخوالی ودروي. طالبان له جنګ څخه ګټه پورته کوي، او هغوی به په دې ډول په راتلونکي حکومت کې نور امتیاز ترلاسه کړي. په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ سبب سره یو دی.

ځواب ورکړئ