امنیت

د متحده ایالاتو د څار موسسه وایي د سولې له خبرو سره سره په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د تلې په ۶مه اخیستل شوی دی، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په ده قباد کلي کې یو هلک په داسې حال کې کامرې ته ګوري چې یو پولیس له یوه راکټ لانچر سره د هغه تر شا ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۶مه اخیستل شوی دی، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په ده قباد کلي کې یو هلک په داسې حال کې کامرې ته ګوري چې یو پولیس له یوه راکټ لانچر سره د هغه تر شا ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د متحده ایالاتو د څار یوې موسسې د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۵مه/ خبرداری ورکړ چې، که څه هم چې حکومت او طالبانو د وږي په میاشت کې د سولې بې سابقې خبرې پيل کړې، لاکن په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه ۵۰٪ زیات شوي دي.

په وړي کې د دوو موقتو اوربندونو په ترڅ کې له لنډو وقفو سره سره، د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګ زیات شوی دی ځکه چې طالبانو د ولایتونو په مرکزونو او امنیتي تاسیساتو باندې ویجاړوونکي بریدونه پیل کړي او داسې وېرې شته چې ښایي دغه تاوتریخوالی مذاکرات ګډوډ کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي لوی مفتش (سیګار) په یوه راپور کې وویل، د تلې په لومړۍ لسیزه کې په پای ته رسېدلې ربعه کې د مخکې ربعې په نسبت په افغان ځواکونو او ملکي خلکو باندې بریدونه ۵۰٪ زیات شوي ول.‌

په ۳ میاشتو کې د ۸۷۶ ملکیانو مړینې

د متحده ایالاتو کانګرس ته د سیګار درې میاشتنی راپور زیاتوي چې، «په عمومي توګه په دې ربعه کې د دښمن له خوا شوي بریدونه 'له موسمي نورمالو بریدونو څخه زیات» ول.

یو ژورنالست د لړم په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش وسله والو سړیو په کابل پوهنتون باندې برید وکړ، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په ویجاړه شوې ودانۍ کې روان دی. په دغه وحشیانه برید کې چې په پوهنتون وشو او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ژورنالست د لړم په ۱۳مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش وسله والو سړیو په کابل پوهنتون باندې برید وکړ، د حقوقي روزنې د ملي مرکز په ویجاړه شوې ودانۍ کې روان دی. په دغه وحشیانه برید کې چې په پوهنتون وشو او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

څارونکې موسسې په خپل راپور کې ویلي چې د چنګاښ او وږي تر منځ د ۸۷۶ مړینو په ګډون ۲۵۶۱ ملکي کسانو ته تلفات ور اوښتي دي. د تلفاتو شمېر د مخکینۍ ربعې په نسبت ۴۳٪ لوړ وو.‌

د وږي په ۲۲مه د خبرو له پيلېدلو راهیسې، د افغان حکومت د مرکچیانو او طالبانو تر منځ په کتنو کې لږ پرمختګ شوی دی،‌ او مذاکرات د خبرو د ابتدایي چوکاټ په سر د اختلافاتو او د اجندا د نشتوالي له امله وځنډېدل.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د کب په میاشت کې یې له طالبانو سره یوه جلا هوکړه وکړه، په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې،«په لوړه کچه جاري تاوتریخوالی کولی شي چې د سولې پروسه او هوکړه او هغه اصلي پوهاوی وګواښي چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا نوی ولسمشر باید په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې ډېره هڅه وکړي. سره له دې چې یو وخت بایډن کرزي ته ویلي وو چې له افغانستان نه ورته پاکستان ۵۰ برابره ډېر اهمیت لري لاکن افغانستان خپل اهمیت لري او پاکستان خپل. امریکا باید د یوه زبرځواک په توګه په نړۍ کې د یوه مهربان هېواد په توګه عمل وکړي.

ځواب ورکړئ

اشرف غني نشي کولی چې نوره واکمني وکړي. هغه باید استعفا ورکړي ځکه چې هغه ونشوای کولی چې د ملکي خلکو ژوند او ملکیت خوندي کړي. هره ورځ بې ګناه خلک وژل کیږي، خو حکومتي مقامات د هغو له غندلو څخه پرته نور هېڅ پلانونه نه لري. که اشرف غني نشي کولی چې په صحیح توګه واکمني وکړي، هغه باید واک طالبانو ته وسپاري. لږ تر لږه وژنه او وینه تویونه به ودریږي.‌ زمونږ لپاره دا مهمه نه ده چې اشرف غني د افغانستان لپاره ښه اقتصادي پروګرامونه لري. کله چې د یوه انسان وینه تویېږي دا د لسګونو اقتصادي پروژو په نسبت ډېره قېمتي ده.

ځواب ورکړئ