امنیت

متحده ایالاتو د عسکرو د کمولو په هکله خپلې ژمنې پوره کړې خو د طالبانو او القاعدې د اړیکو په هکله اندېښنې لا پرځای پاتې دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

امریکایي عسکر په افغانستان کې د خپل ماموریت د دورې له بشپړولو څخه وروسته هېواد ته په ستنېدلو سره د غبرګولي په ۱۷مه د ټکزاس په فورټ بلیس کې له خپلو کورنیو سره یوځای کیږي.‌ [مرکزي قومانداني]

امریکایي عسکر په افغانستان کې د خپل ماموریت د دورې له بشپړولو څخه وروسته هېواد ته په ستنېدلو سره د غبرګولي په ۱۷مه د ټکزاس په فورټ بلیس کې له خپلو کورنیو سره یوځای کیږي.‌ [مرکزي قومانداني]

کابل -- د سیمې لپاره جګپوړي امریکایي قوماندان د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹مه/ وویل، متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل پوځي حضور هغې کچې ته راټیټ کړی چې له طالبانو سره په خبرو کې پرې هوکړه شوې وه.‌

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکینزي وویل، د عسکرو شمېر شاوخوا ۸۶۰۰ کسانو ته چې د کب په میاشت کې له یاغیانو سره د سولې په خبرو کې پرې هوکړه شوې وه،‌ راکم شوی دی، او خبرداری یې ورکړ چې په راتلونکي کال کې د ځواکونو د پوره وتو لپاره باید شرایط پوره کړای شي.‌

مکینزي وویل، دا کار «د شرایطو په اساس ترسره کیږي.‌ شرایط باید داسې پوره کړای شي چې موږ قانع کړي -- او له افغانستان څخه زموږ د هېواد پر ضد بریدونه تنظیم نشي.»

هغه په نیویارک کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو مسؤلې ډلې ته په اشارې سره وویل، «هغه څه چې موږ یې باید ووینو دا دي چې هغوی به د القاعدې پر ضد څه کوي.»

د آرشیف په دې عکس کې، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت اېف مکینزي د کب په ۲۳مه په واشنګټن کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې له ژورنالستانو سره خبرې کوي. [چیپ سومو دیویلا/ګیټي آیمجز شمالي امریکا/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت اېف مکینزي د کب په ۲۳مه په واشنګټن کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې له ژورنالستانو سره خبرې کوي. [چیپ سومو دیویلا/ګیټي آیمجز شمالي امریکا/ای اېف پي]

هغه د غبرګولي په ۲۹مه په واشنګټن ډي سي کې د اسپېن انسټیټیوټ په کوربه توب ترتیب شوي یوه ګردي مېز ته په خبرو کې وویل،‌«نو موږ په دې باندې ډېر تمرکز کوو چې طالبان څه کوي، هغوی به په راتلونکو مذاکراتو کې څنګه برخه اخلي. تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې څنګه کیږي.»

مکینزي وویل، طالبان له داعش سره «ملګري نه ول»، خو واشنګټن غواړي د القاعدې په اړه د طالبانو «عمل وویني نه خبرې» چې هغوی به ددې ډلې په ضد څه وکړي.

طالبانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) وویل چې هغوی د کب د میاشتې هوکړې، «په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د ګواښ په هکله د متحده ایالاتو او لوېدیځ اندېښنې له منځه وړلو» ته ژمن دي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «زموږ هېواد به د هیچا پر ضد استعمال نشي. هغوی باید اندېښنه ونه لري.»

دغه هوکړه له متحده ایالاتو او نورو ټولو بهرنیو عسکرو څخه غوښتنه کوي چې د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ ربعې تر پایه پورې له افغانستان څخه وځي. د دې په بدل کې یاغیان ضمانت ورکوي چې په کابل کې له واکمن حکومت سره به د سولې مذاکرات ترسره کوي.‌

افغان حکومت، چې په وروستیو اونیو کې له طالبانو سره خبرو کولو ته نږدې شوی دی، له اوږدې مودې راهیسې په یاغیانو باندې تورونه لګول چې د داعش او القاعدې په څېر ډلو ته یې ځای ورکړی چې په هېواد کې بریدونه ترسره کړي.‌

د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې

یو وروستی راپور چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته سپارل شوی دی له القاعدې سره د طالبانو پراخې او روانې اړیکې څرګندوي.

د غبرګولي د ۷مې په دغه راپور کې راغلي، «د طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې او القاعدې تر منځ اړیکې اوس هم په خپلو کې سره نږدې دي، د ملګرتیا په اساس دي، او په خپلو کې د شریکې مبارزې، ایډیالوژیکې خواخوږۍ او یو بل سره د ودونو تاریخچه لري.»

راپور وایي، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ کې له القاعدې سره منظمې مشورې کولې او داسې ضمانتونه یې وړاندې کول چې هغوی به د خپلو تاریخي اړیکو درناوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، شواهد ښیي چې، طالبان له دې سره سره چې ژمنې یې کړي دي چې یادې ترهګرې ډلې ته به شا کړي، القاعدې ته دا فرصت ورکړی چې د دوی تر مصؤنیت لاندې ځان پیاوړی کړي.»

راپور وایي، «طالبانو او القاعدې د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې لیدنې ترسره کولې چې د عملیاتي پلان جوړونې، روزنې او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د خوندي ځایونو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ په هکله سره خبرې اترې وکړي.‌»

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، القاعده په ۱۲ ولایتونو کې پټ فعالیت کوي،‌ او دغه ډله «د ۴۰۰ او ۶۰۰ تر منځ وسله وال فعالین» لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه پکر کوم چې اوس د طالبانو او القاعده تر مینځ ډیر توپیر لیدل کیږی. القاده غواړې چې پر ټولې نړئ حکومت وکړي اما طالبان غواړي چې صرف په افغانستان کې واک ته ورسیږي. او بل دا چې د طالبانو د حکومت د ړنګیدو الامل هم القاعده و. که اسامه افغانستان کې نه وای، نو امریکا به پر افغانستان برید نکوو. نو اوس طالبان په دې بوهیږي چې که چیرې دوی غواړي افغانستان کې په واک کې پاتې شي نو دوی باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي. که دوی دا کار ونکړي د سیمې د هیوادونو له بندیزونو سره به مخ شي.

ځواب ورکړئ

که امریکایي عسکر په افغانستان کې کم شي که نشي،‌ په افغانستان کې جنګ پای ته رسول هوډ غواړي. که په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره هوډ نه وي، د عسکرو کمول به په وضعیت باندې اغېز ونه کړي.‌ که متحده ایالاتو غوښتلی چې جنګ پای ته ورسوي، شل کاله مخکې یې کولی شوای، خو هغوی نه غوښتل چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. حتی که هغوی غواړي چې اوس جنګ پای ته ورسوي، کولی شي چې په افغانستان کې له پوځي حضور څخه پرته هم جنګ پای ته ورسوي.

ځواب ورکړئ

امریکایي عسکر باید ژر تر ژره له افغانستان څخه وځي. هغوی په افغانستان کې د ټولو بدمرغیو سبب دي. که هغوی وځي، په افغانستان کې به سوله راشي.‌

ځواب ورکړئ