امنیت

د سولې د هوکړې له ژمنو سره سره طالبان او القاعده یو له بل سره ټینګې اړیکې لري

سلام ټایمز او اې اېف پي

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د امریکایي مرکچیانو او طالب استازو تر منځ د کب په ۱۰مه د سولې د هوکړې لاسلیک کېدل ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې راټول شوي چې د امریکایي مرکچیانو او طالب استازو تر منځ د کب په ۱۰مه د سولې د هوکړې لاسلیک کېدل ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

واشنګټن -- پنتاګون د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ‍‍۱۱مه/ وویل، په افغانستان کې القاعدې سره تړلې سیمه ییزه ډله له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي او په امریکایي او بهرنیو ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو لپاره «دوامداره لیوالتیا» لري.

د سولې د یوې هوکړې په اساس چې طالبانو د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړه، یاغیانو هوکړه وکړه چې القاعده به له دې څخه منع کړي چې د بریدونو د پلانولو لپاره د یوه خوندي پټنځای په توګه له افغانستان څخه کار واخلي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه راپور کې وویل، چې له هغه وخت څخه وروسته میاشتو کې، طالبانو د هند په نیمه قاره کې له القاعدې سره کار کولو ته دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو کانګرس ته د پنتاګون د امنیتي ارزونې په تالیف شوي سند کې راغلي، «د القاعدې د هند د نیمې وچې څانګه (ای کیو آی اېس) په عادي توګه د طالبانو د ډلې ټیټ پوړي غړي حمایه کوي، له هغوی سره د افغان حکومت د کمزوري کولو په هڅو کې همکاري کوي، او په سیمه کې په امریکایي ځواکونو او لویدیځو هدفونو باندې له برید کولو سره دوامداره لویوالتیا لري.»

دغه سند زیاتوي، «د سولې په پروسه کې له وروستي پرمختګ سره سره، ای کیو آی اېس په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي چې ښایي د ساتنې او روزنې په برخو کې وي.»

دغه راپور د ملګرو ملتونو د غبرګولي د ۷مې هغه تحلیل پسې لږ وروسته خپور شو چې له القاعدې سره د طالبانو د پراخو اړیکو په هکله جزیات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، شواهد ښیي چې سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې یادې ترهګرې ډلې ته به شا کوي، لاکن القاعدې ته یې دا وړتیا ورکړې چې د هغوی تر خوندیتابه لاندې ځان پیاوړی کړي.

راپور وایي، «طالبانو له متحده ایالاتو سره د خبرو په ترڅ کې له القاعدې سره منظمې مشورې کولې او داسې ضمانتونه یې ورکول چې هغوی به د خپلو تاریخي اړیکو درناوی وکړي.»

د دغه راپور له مخې، «طالبانو او القاعدې د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې لیدنې ترسره کولې چې د عملیاتي پلان جوړونې، روزنې او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د خوندي ځایونو د برابرولو په برخو کې د همکارۍ په هکله سره خبرې اترې وکړي.‌»

د پنتاګون راپور زیاتوي چې د القاعدې هغه «مهم» غړي چې اوس هم په افغانستان کې دي تر ډېره د خپل ځان په ژوندي پاتې کېدلو باندې تمرکز کوي او په سیمه کې د القاعدې مشري یې ای کیو آی اېس ته سپارلې ده.

پنتاګون وویل، «په افغانستان او سیمه کې په امریکایي ځواکونو او نورو لویدیځو هدفونو باندې په بریدونو کې د ای کیو آی اېس لیوالتیا پایداره ده، خو د ایتلاف له خوا [د ترهګرۍ ضد] فشار د ای کیو آی اېس دا وړتیا چې په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ څخه پرته عملیات ترسره کړي، کمه کړې ده.»

د سولې په لاره کې پراته خنډونه

په پام کې وه چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د کب په ‍‍۱۰مه لاسلیک شوې هوکړه د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ د کب په ۲۰مه د سولې د بین الافغاني خبرو پيلېدلو ته لاره هواره کړي.

خو داسې ښکاري چې د بندیانو د جنجالي تبادلې اود تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله د مذاکراتو پيلېدل ستونزمن شوي دي.

افغان چارواکو وار له مخه شاوخوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او پلان لري چې ۲۰۰۰ نور هغسې چې په هوکړه کې د بین الافغاني خبرو د پيل د یوه شرط په توګه قید شوې ده، خوشې کړي.

د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په اساس، په پام کې ده چې بهرني ځواکونه د راتلونکي کال تر نیمایي پورې له افغانستان څخه وځي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکینزي د غبرګولي په ۲۹مه وویل، تر اوسه پورې، متحده ایالاتو شاوخوا ۸۶۰۰ تنو ته د امریکایي ځواکونو د شمېر په راکمولو سره د خپلو ژمنو درناوی کړی دی.

هغه زیاته کړه، خو «په کار دی چې شرایط داسې پوره کړای شي چې موږ قانع کړي -- چې له افغانستان څخه به زموږ د هېواد پر ضد بریدونه نه کیږي.»

مکینزي وویل، «هغه څه چې موږ غواړو وګورو دا دي چې هغوی به د القاعدې پر ضد څه وړ چلند کوي.»

طالبانو د غبرګولي په ۳۰مه وویل چې هغوی د کب د میاشتې هوکړې ته، «په ځانګړې توګه له افغانستان څخه متحده ایالاتو او غرب ته د ګواښ او په دې هکله د هغوی د اندېښنو لیرې کولو» ته ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، «زموږ هېواد به د هیچا پر ضد استعمال نه کړای شي. هغوی باید اندېښنه ونه لري.»

خو افغان چارواکي او امنیتي شنونکي وایي چې د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې زیاتوالی د یادې ډلې د تشو وعدو یو مثال دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخواني استازي داود کلکاني وویل، «له القاعدې سره اړیکې ساتل ښیي چې طالبان هېڅ داسې هوکړې ته ژمن نه دي چې هغه به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۲مه کابینې ته په وینا کې وویل، د طالبانو له خوا پیل شوی تاوتریخوالی «د سولې لپاره د ژمنې د روحیې پر ضد» دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلا نړۍ والو قوتونو زمونږ له وطن نه د جنګ میدان جوړ کړی دی، څوک په کې یو ډول مانورې کوي څوک بل، او دا جنګ اصلا د وسلو د خرڅولو جنګ دی. کپیټالیزم

ځواب ورکړئ

طالبان به هېڅکله له القاعدې سره اړیکې پرې نه کړي ځکه چې هغوی له القاعدې څخه مستقیم ملاتړ ترلاسه کوي او القاعده د تاجکستان، ازبکستان، چیچنیا، روسیې او عربي هېوادونو په څېر بېلابېلو هېوادونو څخه بهرني جنګیالي استخداموي. له دې امله، طالبان مجبور دي چې د القاعدې احکام او قوماندې تعقیب کړي او له القاعدې سره اړیکې ولري.

ځواب ورکړئ

که طالبان له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، بیا به څوک د هغوی د جنګ لګښتونه تمویل کړي؟ طالبان مجبور دي چې د سعودي عربستان او نوروعربي هېوادونو د حکمونو په اساس له القاعدې سره نژدې اړیکې وساتي. که نه، دغه ګروپ به ونشي کولی چې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي ځکه چې که هغوی له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، عربي هېوادونه به له هغوی سره مرسته ونه کړي او د هغوی مالي سرچینې به وچې شي.‌

ځواب ورکړئ