د جماعت نصرت الاسلام و المسلمين (جناو) د يو لوړ پوړي قوماندان له منځه وړل د مالي د ترهګرۍ ضد مبارزې په کمپاین کې يو مهم تاکتيکي پرمختګ بلل کېږي.
د مالي وسله والو ځواکونو د جون په ۳مه نېټه په موګنان کې د بې پېلوټه الوتکې بريد ترسره کړ چې په القاعده پورې د تړلې جناو شبکې يو مهم قوماندان يې په نښه کړ.
د راپورونو له مخې دغه جنګيالي چې د عمر کرينا، فاروق او حسيني ماودو په نومونو هم پېژندل کېده، د سازمان په همغږۍ کې مهم رول درلوده.
د مالي د دفاعي چارواکو په وينا، دا عمليات په زیاتېدونکې توګه پر هغو دقیقو بریدونو باندې تکیه په ګوته کوي چې د ياغيانو د مشرتابه جوړښتونه په نښه کوي.
دغه برید د یاغیانو پر ضد د هغو پراخو هڅو څرګندونه کوي چې د ساحل په سیمه کې د سیمه ییزو امنیتي همکاریو له نوښتونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي.
د مالي چارواکو پر استخباراتي بنسټ ولاړو عملياتو ټينګار کړی چې موخه يې د ياغيانو د قوماندې د شبکو ګډوډول او په کليوالو سيمو کې د هغوی د عملياتي وړتياوو کمزوري کول دي.
د دې مياشتې په پيل کې، د مالي حکومت د ۳.۵ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه چې یاده جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکول کېږي چې د جناو د مشر ایاد اګ غالي د نیولو یا وژلو لامل شي.
دغه پرمختګونه ښيي چې د جناو پر رهبرۍ فشار ورځ تر بلې زیاتېږي، او دا ډله د پرله پسې پوځي فشار له امله خپل اغېز له لاسه ورکوي.
پاشلې ستراتیژي او پر ملکي وګړو یې اغېز
که څه هم کله نا کله یې مشرتابه ته زيانونه اوړي، جناو لا هم په مرکزي او شمالي مالي کې د اوږدمهاله منسجمې ستراتيژۍ په ساتلو کې له ستونزو سره مخ ده.
دغه ډله ډېری وخت پر ناڅاپي کمینونو او نامنظمو جګړه ییزو تکتیکونو تکیه کوي، چې له امله یې جنګیالي د سیمه ییزو امنیتي ځواکونو د ځوابي بریدونو پر وړاندې بې دفاع کېږي.
دا ډول نامنظمو حرکتونو ډېر ځله درنې مرګ ژوبلې رامنځ ته کړې او د یاغي ډلو په منځ کې یې د قوماندې تسلسل زیانمن کړی دی.
د بشري مرستو د څار ادارو راپورونه ښيي چې په مالي کې ملکي وګړي ټر ټولو ډیر د جهادي ډلو د تاوتريخوالي قرباني کیږي.
د ملګرو ملتونو سرچينو پر کليو بريدونه، بې ځایه کېدل او د وېرې اچونې هغه هدفمند کمپاینونه مستند کړي چې کلیوال وګړي اغېزمنوي.
د مۍ په ۳۱مه نېټه، د جناو جنګيالو د سېګو په سيمه کې پر يوه کلي بريد وکړ او د یاد کلي اوسېدونکي يې ووژل.
دوی دا برید د تبلیغاتي موخو لپاره فلم برداري کړ او په ناحقه یې پړه پر حکومت پلوه ځواکونو واچوله.
څو ورځې وروسته، د جناو له خوا ځای پر ځای شوي مین هغه بس والوزاوه چې د باماکو او کایس ترمنځ پر لویه لاره روان و، چې له امله يې اته تنه ووژل شول او ۴۲ نور ټپيان شول.
دغو بریدونو د بې ځایه کېدو پرله پسې څپې رامنځ ته کړې دي، چې د ساحل په سیمه کې یې بشري بحران لا پسې سخت کړی دی.
بې ثباته امنيتي چاپېريال
د اسيمي ګويتا تر مشرۍ لاندې د مالي انتقالي حکومت يو ځل بيا په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملياتو پر وړاندې په تلپاتې ژمنتيا ټينګار کړی دی.
امنیتي ځواکونه لا هم په داسې بې ثباته چاپېریال کې فعالیت کوي چې د جهادي ډلو د فعالیتونو او د وسلوالو طوارق بېلتونپالو خوځښتونو له امله د ساحل په ټوله سیمه کې اغېزمن شوی دی.
د تاوتریخوالي دوام دا په ډاګه کوي چې په مالي کې د ثبات ټینګول یو خورا پېچلی بهیر دی، ځکه چې په ورته وخت کې څو یاغي ډلې فعالیت کوي او حکومتي جوړښتونه هم پاشل شوي دي.
په مالي کې د جناو ماتې د هغو پراخو ننګونو انعکاس دی چې په القاعده پورې تړلې ډلې په بېلابېلو سيمو کې، د افغانستان په ګډون، ورسره مخ دي.
په افغانستان کې افراطي شبکې هم د مشرانو د له لاسه ورکولو، د عملیاتو د فشار او پر ستراتیژیکو لاسته راوړنو باندې د تاوتریخوالي د بدلون په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دواړو سيمو تجربه ښيي چې ياغي ډلې ډېری وخت پر وېرې او بې ثباتۍ تکيه کوي، نه پر دوامدارې حکومتدارۍ يا د خلکو پر ملاتړ.
![د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه، په داسې حال کې چې ترافيک په باماکو کې د افريقايي برج له څلي څخه تېرېږي، د ودانيو له پاسه تور لوګی پورته کېږي. د اپرېل د ۲۵مې نېټې همغږي شوي بريدونه چې د ازواد د ازادۍ جبهې د طوارق ياغيانو او جناو له خوا ترسره شول، د دې پراخ او وچ هېواد بېلابېلې سیمې هدف وګرځولې. [د فرانسې خبري آژانس]](/cnmi_st/images/2026/06/24/56706-afp__20260426__a8zv3t7-585_329.jpg)