جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (جناو)، چې القاعدې پورې تړلې يوه ترهګره ډله ده او په مالي، بورکينا فاسو او نايجر کې فعاليت کوي، لا هم د ملکي وګړو د ژوند پر وړاندې خپله ژوره بې پروايي څرګندوي.
سره له دې چې دا ډله خپل کمپاين دفاعي بولي، خو د دوی تېرې کارنامې ښيي چې اکثره وخت ملکي وګړي د دوی د بريدونو تر ټولو درنې پایلې زغمي.
دغه وسله وال د سیمه ییزو ټولنو د ساتنې پر ځای ځمکنۍ پراختیا او ایډیالوژیک کنټرول ته لومړیتوب ورکوي، او خپلې موخې په مستقيم ډول د ملکي وګړو د امنيت په بيه پر مخ وړي.
له همدې امله په اغېزمنو سيمو کې ملکي وګړي له پرله پسې بې ثباتۍ، پراخ تاوتريخوالي او دوامداره فشار سره مخ دي چې د هغوی ورځنی ژوند او د ټولنو امنيت کمزوری کوي.
د جناو ستراتيژۍ کې اساسي ټکی د دې ډلې لیوالتیا دهتر څو د تکتيکي برياوو او د ځواک د نندارې لپارهد ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړي.
د دې ډلې عمليات په فعاله توګه د دولت واکمني کمزورې کوي چې ملکي وګړي یې د هر بريد پايلې وزغمي.
د ملکي وګړو په بيه د تاوتريخجنه پراختیا
يو څرګند مثال د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په مياشت کې رامنځ ته شو، کله چې جناو د بورکينا فاسو په شمال او ختيځ کې همغږي بريدونه ترسره کړل.
د تيتاو په ښار کې دې ډلې پر يوه پوځي اډه بريد وکړ او يو سيمه ييز بازار يې وسوځاوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول.
د دې بريد موخه د پوځي تجهيزاتو نيول او د ويرې خپرول وو ترڅو د شاوخوا سيمو پر سر د ډلې کنټرول ټينګ کړي.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۳۱مه نېټه د جناو وسله والو لومړی دولتي ځواکونه په نښه کړل او وروسته يې په نږدې سيمو کې لږ تر لږه ۳۲ ملکي وګړي ووژل چې ورسره سيمه ييزه وېره نوره هم زياته شوه.
وسله والو هم پوځي شتمنۍ او هم د ملکي وګړو مالونه لوټ کړل چې دا کار يې ويجاړۍ لا زياتې کړې او ټولنې يې له اوږدمهالو اقتصادي او ټولنيزو زيانونو سره مخ کړې.
دا پېښې ښيي چې د جناو د ځواک د ترلاسه کولو هڅې په دوامداره توګه د بې ګناه انسانانو د ژوند په بيه تمامېږي.
په ورته وخت کې د دې ډلې محدوديتونه د سيمې د مسلمانانو له دودونو سره په ټکر کې دي، ځکه چې خلک ډیری سوداګري، سيمه ييز ثبات او کورنی ژوند د افراطي ايډيولوژۍ پر ځای غوره ګڼي.
په افغانستان کې ورته بیلگې لیدل شوي، چیرې چې د القاعدې او د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) په څیر ډلې پر ملکي خلکو بریدونه کړي دي.
دې بریدونو د ګڼو ملکي خلکو مرګ ژوبله او د بنسټیزو جوړښتونو، بازارونو، او ټولنیز ژوند زیانونه رامنځته کړي دي.
عامه مقاومت
سره له دې چې جناو تهاجمي کمپاينونه ترسره کړي، خو د ملي ځواکونو او سيمه ييزو ټولنو له مقاومت سره هم مخ شوی دی..
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په بريد کې په تيتاو کې سلګونو وسله والو د لنډې مودې لپاره پوځي اډه او شاوخوا سيمې ونيولې.
د بورکينا فاسو ځواکونو او ملکي مرستندويانو چې د هېواد د دفاع رضاکاران (VDP) بلل کېږي، چټک ځوابي بريد پيل کړ.
وسله وال له منظم مقاومت سره له مخ کېدو وروسته، په ځانګړي ډول د سيمه ييزو اوسېدونکو له خوا، اړ شول چې شمال ته شا تګ وکړي.
ورته پايلې د ۲۰۲۵ کال د جولای په مياشت کې په مالي کې هم رامنځ ته شوې، کله چې چارواکو د کایس او سيګو په سيمو کې پر تاسيساتو همغږي بريدونه شنډ کړل.
چارواکو راپور ورکړ چې د دغو نښتو پر مهال شاوخوا ۸۰ ترهګر وسله وال ووژل شول چې دا د دې ډلې د عملياتو لپاره د پام وړ ضربه بلل کېږي.
دا غبرګونونه ښيي چېهمغږي امنيتي هڅې، که په اغېزمن ډول تنظيم شي، کولای شي د جناو عمليات ګډوډ کړي.
پياوړې سيمه ييزه همکاري او منظم دفاعي جوړښتونه لا هم د وسله والو ډلو د پرمختګ د اغېز د محدودولو لپاره اړين دي.
![یو کلیوال اوسېدونکی د اودهيګله په سيمه کې د خپل کلي له کنډوالو تېرېږي؛ هغه کلی چې ويل کېږي د شاتګ کوونکو ياغيانو له خوا ويجاړ شوی دی. دا سيمه له هغو څو ښارونو څخه ده چې تازه د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۱مه نېټه په سوماليا کې په القاعده پورې د تړلو وسله والو له ولکې آزاده شوې ده. [ټوني کارومبا/ اې اېف پي]](/cnmi_st/images/2026/03/12/54913-afp__20251118_-585_329.jpg)