کابل -- د القاعدې اړوند جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جی اېن آی اېم) ډله د لویدیځې افریقا د ترټولو وژونکو ډلو څخه ده، چې د تاوتریخوالي ډک تاکتیکونه کاروي او په خپلو کړو سره ملکي وګړي ډاروي او دا چارې یې له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي.
جی اېن آی اېم چې اصلا په مالي، بورکینا فاسو او نایجر کې فعالیت کوي، د ۱۳۹۵ د کب په میاشت کې له انصارالدین، مکینا لبریشن فرنټ، المورابیتون، او د اسلامي مغرب القاعدې (ای کیو آی اېم) تر منځ له ایتلاف څخه راجوړ شو.
دې ډلې په چټکۍ سره د تاوتریخوالي له امله شهرت ترلاسه کړ، چې د فعالیتونو په نتیجه کې یې په ساحل کې د تاوتریخوالي پیښو او ملکي تلفاتو کې زیاتوالی راغی او ورسره په ساحل کې یې هم سر راپورته کړ.
د افریقا د ستراتیژیکو څېړنو مرکز د ۱۴۰۲ لمریز د مرغومي په راپور کې وویل چې جی اېن آی اېم په ساحل کې د ټولو افراطي ډلو د ۸۱٪ فعالیتونو مسؤلیت درلود.
د وسله والو شخړو د ځای او پیښو د معلوماتو ادارې (ای سي اېل اي ډي) د لیندۍ په ۲۲مه راپور ورکړچې، «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې جی اېن آی اېم او آی اېس ساحل د لوړ اغېز لرونکیو یا ډله ایزو تلفاتو رامنځته کوونکیو بریدونو لړۍ پیل کړه چې حکومتي ځواکونه، ملیشې او ملکي وګړي یې په نښه کړل او زیاته مرګ ژوبله یې ور واړوله،»
په راپور کې راغلي، «په ځانګړې توګه، د هوایی او ډرون بریدونو، د چاودیدونکو توکو د بریدونو، د راکټ او هاوان ډزو زیاتوالی په جنګي تاکتیکونو کې یو څرګند بدلون په ګوته کوي،»
بې توپیره تاوتریخوالی
سي اېن اېن راپور ورکړ چې د زمري په میاشت کې د جی اېن آی اېم جنګیالیو د بورکینا فاسو په بارسالوغو کې تر ۶۰۰ پورې ملکي وګړي ووژل، په داسې حال کې چې د فرانسې د حکومت د امنیتي ارزونو په پخوانیو راپورونو کې د مړینې شمیره دوه برابره ډېره یاده شوې وه.
د ای اېف پي د راپور له مخې، د بورکینا فاسو د مخابراتو وزیر رمټالبا جین ایمانویل اویډراګو له پیښې څخه وروسته په ملي تلویزیون کې وویل چې دا ډله «ښځې، نارینه، ماشومان او لویان په بې توپیره ډول» په نښه کوي.
اویډراګو دغه «بې غیرته او وحشیانه برید» وغانده او ویې ویل، چې برید د جنایتکارانو د ډلې له خوا ترسره شوی دی.
د وږي په میاشت کې، جی اېن آی اېم په مالي کې د باماکو د پولیسو په روزنیز مرکز او هوایی ډګر باندې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې له ۷۰ څخه ډیر کسان یې ووژل.
د وژنو لړۍ د مرغومي تر میاشتې پورې دوام وکړ، او په دې لړ کې له بورکینا فاسو سره پولې ته نږدې په شمالي بینین کې ترسره شوي برید ۲۸ عسکر ووژل.
له ملکي خلکو سره ظالمانه چلند
د جی اېن آی اېم له خوا د ملکي خلکو بې توپیره وژنه او له ځایی خلکو سره ظالمانه چلند د بنسټیزو اسلامي لارښوونو څخه، چې د جګړې پرمهال بې ګناه ملکي خلک او غیر جنګیالي خلک خوندي کوي، سرغړونه ده.
په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالبصیر نظامی سلام ټایمز ته وویل، القاعده او د هغې ملګري په ساحل او د افغانستان په څېر هیوادونو کې هم د بې وزلو ځوانانو څخه ګټه پورته کولو سره د ځایی خلکو له منځه کسان استخداموي.
په هرات کې مېشت د نړۍ والو اړیکو شنونکي او د پوهنتون استاد بهرام یلاني سلام ټایمز ته وویل، «په افریقا کې د القاعدې مهم شخصیتونه تر ډېره حده د نړۍ له نظره پټ پاتې دي،»
یلاني وویل، «هغوی په وروستیو کلونو کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي،»
د اروپایي کمیسیون په وینا، د ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په ختیځه بورکینا فاسو کې په پراخه کچه د خلکو د بې ځایه کېدلو، د اساسي خدمتونو د سقوط او د تعلیمي موسساتو د بندېدا سبب شوي دي.
د مخنیوي اقدام مرکز د تلې په میاشت کې خبرداری ورکړ چې «نور تاوتریخوالی کولی شي له (ساحل) سیمې څخه د بې ځایه کېدلو او مهاجرت کچه په بې ساري ډول زیاته کړي،»