جرم او انصاف

دیني عالمانو د القاعدې له خوا د اسلامي اصولو پر وړاندې خیانت وغانده

د عمران راپور

افغانې ښځې د ۱۴۰۳ لمریز د مرغومي په ۹مه په کندهار کې له یوه جومات څخه بهر ناستې دي. [ثناء الله صیام/ای اېف پي]

افغانې ښځې د ۱۴۰۳ لمریز د مرغومي په ۹مه په کندهار کې له یوه جومات څخه بهر ناستې دي. [ثناء الله صیام/ای اېف پي]

هرات -- په هرات او نیمروز کې شنونکیو او دیني عالمانو وویل چې القاعده د پیسو اخیستلو او تاوتریخوالي د کمپاین او د جنایي شبکو او قاچاق په ترسره کولو سره، له قانون څخه سرغړونه او د اسلامي اصولو پر وړاندې خیانت کوي.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، القاعدې په ټول هیواد کې جنایي کاروبارونه را منځته کړي چې د قاچاق لارې برابروي او په سیمه کې له جنایي ګروپونو سره اتحادونه جوړوي.

د فارن پالیسي مجلې د وږي په ۹مه راپور ورکړ چې تېر کال، القاعدې په افغانستان کې ۹ نوي ترهګریز کمپونه جوړ کړل، چې د روزنې او استخدام د مرکزونو په توګه کارول کیږي.

د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ د لانګ وار ژورنال په وینا، دا ډله اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۰ کې روزنیز کمپونه چلوي.

کامل وویل، «هر څه چې القاعده لاسته راوړي هغه د زور یا غیرقانوني قاچاق له لارې لاسته راوړي،» او یادونه یې وکړه چې د هغوی د عاید سرچینې «د هغوی د کړنو او هدفونو په څېر غیرقانوني دي.»

هغه وویل، د دې ډلې جنایي عملیات ټولنې له امنیت او سرچینو څخه محروموي، په داسې حال کې چې هغه پیسې چې ترلاسه کوي په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر فعالو نورو ترهګرو ډلو لاس ته ځي.‌

د عشر او زکات تر نامه لاندې په زور د پیسو راټولولو په ګډون، د القاعدې ظالمانه تکتیکونو په دوامداره توګه د هغوی د ملاتړ اساس له منځه وړی، او ډیری پخواني خواخوږي یې مخالف شوي دي.

په نیمروز کې مېشت شنونکي عبدالصبور نیکمل سلام ټایمز ته وویل، «هیڅوک په خپله خوښه القاعده ته پیسې نه ورکوي؛ دا ټول د فشار لاندې راټولیږي،»

هغه وویل، «د القاعدې ټول عواید له غیرمشروع سرچینو څخه، چې په اسلام کې حرام ګڼل کیږي، لاسته ورځي.»

نېکمل زیاته کړه، «د القاعدې غیر اسلامي او غیر انساني کړنو ته په پام سره، هیڅوک په دې ترهګریزه شبکه باندې باور نه کوي،»

د اسلام پر وړاندې خیانت

دیني عالمان د القاعدې له خوا له اسلامي لارښوونو څخه سرغړونه غندي.

په نیمروز کې مېشت دیني عالم مولوي عبدالبصیر سیرت وویل، «د القاعدې ټول فعالیتونه د ځانمرګو بریدونو، بمي چاودنو او بې توپیره وژنو په څیر دي چې هیڅ یو یې اسلام نه تاییدوي،»

هغه وویل، «د دې ډلې تاوتریخوالی مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه په نښه کوي.»

سیرت زیاته کړه، «القاعدې د اسلام له نوم څخه د غیر اسلامي او غیر انساني کړنو د ترسره کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړې ده. په اسلام کې هېڅ ځای د بې ګناه خلکو وژنه جواز نه لري.»

په هرات کې مېشت دیني عالم قاري صفی الله کریمي سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې کړنې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه وویل، «په اسلام کې، د یوه بې ګناه ژوند اخیستل د ټول انسانیت له منځه وړلو سره برابر دي، خو القاعدې له اسلام څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې په زرګونو کسان وژلي دي.»

کریمي وویل، «د القاعدې ټول مشران د اسلام پر وړاندې د خیانت او د زرګونو بې ګناه خلکو د وژلو مجرم دي،»

هغه زیاته کړه، «القاعدې له خپل پیل راهیسې د خلکو د وژلو او د بېخبناوو له ویجاړولو څخه پرته بل څه نه دي کړي. دا سازمان نه اسلامي دی نه انساني، بلکې یو ترهګر بنسټ دی چې له وینو تویولو څخه خوند اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د علماو عکس العمل خلکو کې پوهاوی رامنځته کولی شي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې ما په ټول عمر کې په افغانستان کې دوه که درې ځلې عربان لیدلي دي. او دا چې وایي چې دلته یې کمپ جوړ کړ او هلته یې کمپ جوړ کړ دا ماته هسې تبلیغات ښکاري. یوه خبره چې واضح ده هغه دا ده چې په افغانستان کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له ډېرو کالونو راهیسې یو شمېر وسله وال ګروپونه حمایه کوي او کېدی شي چې خارجیانو ته یې هغوی د عربانو په نوم ور معرفی کړي وي. په هر حال، که عربان وي که پنجابیان یا ایرانیان ... ټول باید له افغانستان څخه وځي ځکه چې زمونږ خلک له جنګ نه ستړي دي او نورمال ژوند ته اړتیا لري.

ځواب ورکړئ