امنیت

د خلکو له عقایدو ناوړه ګټه اخیستل: د ترهګرو ډلو پټ مالي تمویل

لیکوال: محمد قاسم

یو افغان صراف د کابل د اسعارو د تبادلې په بازار کې د 2025 کال د جنورۍ په 26مه د امریکايي ډالرو بانکنوټونه شمېري. [وکیل کوهسار / AFP]

یو افغان صراف د کابل د اسعارو د تبادلې په بازار کې د 2025 کال د جنورۍ په 26مه د امریکايي ډالرو بانکنوټونه شمېري. [وکیل کوهسار / AFP]

شنونکي وايي چې په وروستیو کلونو کې القاعدې په زیاتېدونکي ډول له خیریه بنسټونو او بشري مرستندویو سازمانونو څخه د پټ مګرم اغېزمن مالي تمویل د سرچینې په توګه کار اخیستی دی.

دغه ډله له دیني باورونو، اخلاقي مسئولیت او د سخاوت له کلتور څخه په ناوړه استفادې سره، افغانستان ته ورته ټولنو کې هڅه کوي ترڅو خپلې متشنجې کړنې مشروع وښيي.

دا کړنه نه یوازې ملي او سیمه‌ ییز امنیت ګواښي، بلکې پر مشروع بشري هڅو د خلکو باور هم کمزورې کوي.

په اتریش کې مېشت د ترهګرۍ ضد شنونکي محمد فواد صدیقي وویل چې تمویل د ترهګریزو سازمانونو د بقا تر ټولو مهم عامل دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د خیریه سازمانونو تر پوښښ لاندې پټیدل د مرستو د اصلي ماهیت پېژندنه ستونزمنه کوي. د مالي څارنې او حساب‌ ورکونې نشتوالی یوه جدي امنیتي تشه رامنځ ته کوي چې القاعده ترې ناوړه ګټه اخلي.»

د صدیقي په وینا، هغه پیسې چې د بشري مرستو په نوم راټولېږي، په پای کې کېدای شي د وسلو د پېرلو یا د تاوتریخجنو کړنو د تمویل لپاره وکارول شي.

هغه زیاته کړه چې دا موضوع د کورني او سیمه‌ ییز امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی او د خلکو له همکارۍ پرته یوازې د امنیتي بنسټونو له لارې مهارېدای نه شي.

هغه ټینګار وکړ چې سخته پلټنه، شفافیت او دوامداره څارنه د دغو مالي سرچینو د بندولو لپاره حیاتي دي.

هغه همدارنګه وویل، «د مشکوکو خیریه سازمانونو له تر ټولو مهمو نښو څخه یوه دا ده چې د تمویل په سرچینو او لګښتونو کې شفافیت نه لري.»

د مشکوکو خیریه سازمانونو پېژندنه

د مدني ټولنې فعالان وايي عادي وګړي کولای شي د خیریه سازمانونو د کار کولو طریقو ته په زیاتې پاملرنې سره، د دې ناوړه استفادې د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په جرمني کې مېشت افغان د مدني ټولنې فعال محبوب‌ الله سیرت وویل چې د افغانستان په ټولنه کې د همدردۍ او ترحم له پیاوړي کلتور څخه په مکرر ډول د مشکوکو بنسټونو له‌ خوا ناوړه استفاده شوې ده.

هغه وویل، «ترهګرې ډلې، په ځانګړي ډول القاعده، له دغه چاپیریال څخه د خپلو مالي سرچینو د پټولو لپاره ګټه اخلي.»

هغه زیاته کړه، «کله چې خیریه سازمانونه نه پوهېږي چې مرستې څنګه او چېرې لګېږي، د ناوړه استفادې خطر په څرګند ډول زیاتېږي، او دا باور کېدای شي په پایله کې د تاوتریخوالي پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.»

د سیرت په وینا، د قانوني ثبت نشتوالی، د مشرتابه نامعلوم جوړښت، د پروژو مبهم توضیحات او د مالي راپور ورکونې نشتوالی د مرسته‌ کوونکو لپاره له تر ټولو مهمو د خطر زنګونو څخه دي.

هغه زیاته کړه چې مدني ټولنه باید د حساب‌ ورکونې او مسئولیت منل کلتور ته وده ورکړي، او یوازې نیک نیت بسنه نه کوي.

له دین څخه ناوړه ګټه اخیستل

دیني عالمان خبرداری ورکوي چې القاعده په قصدي ډول د اسلامي مقدسو مفاهیمو لکه زکات او صدقې څخه په ناوړه استفادې سره د خلکو دیني باور په نښه کوي.

په انقره کې مېشت د اسلامي مطالعاتو څېړونکي روح‌ الله حق‌ نظر وویل چې اسلام پر رښتینولۍ، روڼتیا او له اړمنو سره پر مرسته ټینګار کوي؛ هغه ارزښتونه چې القاعده یې په سیستماتیک ډول تحریفوي.

هغه وویل، «دا ډله د دیني تظاهر له لارې د مسلمانانو باور په نښه کوي او د هغوی له صادقانه نیتونو ناوړه ګټه اخلي. دا ډول چلند هېڅ دیني مشروعیت نه لري او له اسلامي ارزښتونو سره ښکاره خیانت دی.»

په تهران کې مېشت شیعه دیني عالم مولوي محمد طارق خادم هم د القاعدې د دیني مشروعیت ادعاوې رد کړې.

خادم وویل، «دا ډله د مسلمانانو له باورونو څخه په ریاکارانه ډول ناوړه ګټه اخلي او دین د ډال او د ځواک د وسیلې په توګه کاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500