کارپوهان وايي، القاعده او ملګري یې په هغو سیمو کې چې دوی یې کنټرولوي د خپلو ترهګریزو فعالیتونو ډېره برخه د هغو پیسو له لارې تمویلوي چې له بې وزلو خلکو څخه یې په زور ترلاسه کوي.
هغوی وویل، دا ترهګرې ډلې د سیمې اوسیدونکي مجبوروي او په بېلابېلو طریقو پیسې تری اخلي ترڅو خپل جنګي ماشین فعال وساتي.
القاعده د عشر او زکات په ګډون اسلامي اصولو څخه ګټه پورته کوي او خلک مجبوروي ترڅو د خپلو عایداتو یوه برخه دغې ډلې ته ورکړي.
په کابل کې د سیاسي چارو د شنونکي محمد نبي ذاکري په وینا، په داسې حال کې چې د القاعدې تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي، دا ډله د ګواښونو او فشار له لارې د هغوی شتمنۍ او عایدات ضبطوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «القاعده د مذهبي وجایبو په پلمه د بزګرانو، سوداګرو او موټر چلوونکیو په ګډون، ځايي خلکو څخه زکات او عشر راټولوي، خو پیسې په حقیقت کې د وسلو په اخیستلو، مهماتو رسولو او د خپلو جنګیالیو په ملاتړ مصرفوي،»
هغه وویل، «د مذهبي اصولو په تحریفولو سره، دا ډله خلک مجبوروي چې پیسې ورکړي.»
هغه وویل، «د القاعدې زور زیاتی یوازې زکات او عشر پورې محدود نه دی. دا ترهګره ډله په تښتونو، انساني قاچاق، د نشه ییزو توکو قاچاق او په زور د پیسو اخیستنې په عملیاتو کې هم ښکیله ده، چې له دې فعالیتونو څخه د پام وړ عاید ترلاسه کوي،»
ذاکري وویل، له ځایی خلکو څخه په زور زیاتي د پیسو اخیستل د پراخې بې وزلۍ، بې کارۍ، کړاو او لوږې لامل شوي دي.
په کابل کې یوه بل سیاسي شنونکی، نظام الدین کبیري وویل، که څه هم القاعده او ملګري یې د شتمنیو د راټولولو لپاره د مذهبي توجیه ادعا کوي، خو کړنې یې په څرګنده توګه غیر اسلامي دي.
کبیري وویل، «په داسې حال کې چې القاعده هڅه کوي چې خپل فعالیتونه د مذهب له لارې توجیه کړي، د هغې افراطي ایډیالوژي او له تاوتریخوالي څخه ډک چلند په افغانستان او نورو هیوادونو کې چې دا شبکه په کې فعالیت کوي، د ځایی خلکو له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دی،»
هغه وويل، د اسلام په تحریفولو سره، القاعدې د خپلو فعالیتونو په سیمو کې د خلکو لپاره ژوند خورا ستونزمن کړی دی.
د مذهبي عقایدو تحریفول
له کلونو راهیسې، القاعدې له مذهبي عقایدو څخه ګټه پورته کړې او د مذهب او انسانیت ضد فعالیتونو د توجیه کولو لپاره یې اسلامي اصول غلط بیان کړي دي.
دیني عالمانو ټینګار وکړ چې القاعده یوه ریښتینې مذهبي ډله نه ده، د هغې کړنې د دین پر خلاف دي او په نړیواله اسلاموفوبیا کې مرسته کوي.
په هرات کې یوه دیني عالم کرام الدین حنفي وویل، «القاعده د اسلام له تعلیماتو څخه بهر یو منحرف غورځنګ دی، چې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي،»
هغه وویل، «د القاعدې هېڅ عمل د اسلام له اصولو سره سمون نه لري، خو بیا هم، دا ډله مذهبي عقیدې او ارزښتونه تحریفوي څو خپل مذهبي ضد چلند توجیه کړي،»
حنفي وویل، بې سواده خلک، چې د سمو مذهبي اصولو څخه ناخبره دي، په اسانۍ سره د دې ډلې د تبلیغاتو ښکار کیږي.
په هرات کې یوه بل دیني عالم عبیدالله اکبري وویل، «د القاعدې چلند بدعت دی او له اسلام څخه بهر دروغ دي،»
هغه وویل، «که څه هم القاعده ځان ته یو مذهبي غورځنګ وايي، اسلام ته یې تر ټولو لوی زیان رسولی دی،»
اکبري وویل، «د اسلام مقدس دین د القاعدې کړنې په کلکه غندي.»
![افغانې ښځې د ۱۴۰۲ د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه په وړیا توګه د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/10/23/52492-afp__20230413-585_329.jpg)