تروريزم

عالمان اسلام ته د افراطي ډلې ادعا ردوي، تاوتریخوالی او عقیدوې تحریف غندي

د عمران لیکنه

هلکان د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات جامع جومات په یوه مدرسه کې زده کړې کوي. [Mustafa Noori/AFP]

هلکان د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۵مه د هرات جامع جومات په یوه مدرسه کې زده کړې کوي. [Mustafa Noori/AFP]

له دریو لسیزو څخه ډیره موده کیږي چې القاعده جنایات او ترهګریز بریدونه ترسره کوي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو د دفاع ادعا کوي.

دغې ډلې مکرراد سیاسي اهدافو لپاره له اسلام څخه د وسیلې په توګه ګټه پورته کړې او ډیر مسلمانان یې غولولي دي.

د اسلامي نړۍ جیدو عالمانو د القاعدې دا ادعا چې د اسلام استازیتوب کوي په کلکه رد کړې او دغه ډله یې تورنه کړې چې اسلامي تعلیمات په ډیره خطرناکه توګه تحریفوي.

په افغانستان کې دیني عالمان وايي چې د دې ډلې ترهګریز فعالیتونه او تکفیري نظریه هیڅ ډول مذهبي مشروعیت نلري او د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي.

په هرات کې دیني عالم مفتي غلام رسول مولوي زاده د قرآن کریم د آیتونو او نبوي لارښوونو په استناد ځانمرګي بریدونه او د ملکي وګړو وژنه وغندل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اسلامي ټولنو د غولولو لپاره، القاعده خپل ترهګریز فعالیتونه اسلام پورې تړي. دا ادعا په بنسټیز ډول غلطه او له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده.»

«د القاعدې تګلاره وژنه او ورانی دی، چې د اسلامي قانون له روحیې سره په ټکر کې ده.»

مولوي زاده ټینګار وکړ چې اسلام د بې ګناه غیر مسلمانانو وژنه منع کړې، خو بیا هم القاعدې په مکرر ډول بې ګناه مسلمانان او غیر مسلمانان پرته له توجیه وژلي دي.

ډیری مسلمانې ټولنې دا ډله ردوي او د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او د اسلام د نړیوالې بدنامۍ سرچینه یې ګڼي.

د اسلام ضد ډله

دیني عالمان، د اسلامي لارښوونو په حواله، القاعده د دین ضد او د اسلامي بنسټیزو اخلاقي او حقوقي اصولو خلاف بولي.

د بادغیس ولایت یوه دیني عالم، خیرالله محمدي دغه ډله افراطي او د بشر ضد وبلله، چې د مذهبي موخو پر ځای سیاسي انګېزې لري.

هغه وويل، «اسلام يو منځلاری دین دی چې د افراطيت مخالفت کوي او په کلکه يې غندي. خو القاعده يوه افراطي او اورپکه ډله ده چې خپل اهداف د زور او تاوتريخوالي له لارې تعقیبوي او هیڅ مذهبي اصول نه مراعاتوي.»

«د دین د غلط تفسیر او بدعت له لارې، القاعده په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو د وینې تویولو او پراخې وژنې لامل شوې ده.»

د نړۍ په ګوډ ګوډ کې مسلمانو ټولنو هم د القاعدې په ګډون ترهګرې ډلې په کلکه رد کړي او د هغوی فعالیتونه یې د دین خلاف بللي دي.

د سلام ټایمزیوې آنلاین سروې په افغانستان کې موندلېچې له ۶۰ سلنې څخه ډیر ځواب ورکوونکي باور لري چې القاعده یو ډیر جدي ګواښ دی.

ډ پیو څیړنیز مرکز له خوا سروې ګانې هم ښیي چې د منځني ختیځ، افریقا او آسیا مسلمانان په پراخه کچه دغه ډله غندي.

د تاوتریخوالي رد

عالمان وايي چې اسلامي قانون پر عدالت، رحم او د انساني وقار پر ساتنې ولاړ دی، نه پر تاوتریخوالي او ویره.

دوی ټینګار کوي چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د بې ګناه مسلمانانو د قتل په ګډون القاعدې په پراخه کچه تاوتریخوالی رامنځ ته کړی دی.

دوی ټینګار کوي چې د ملکي وګړو وژنه شدیدا حرامه ده او د اسلامي اصل څخه چې د بې ګناه ژوند ساتنه ده، سرغړونه ده.

اسلامي فقه د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ساتنه کوي، چې د الازهر او د اسلامي همکارۍ سازمان په څیر مخکښو بنسټونو ځانمرګي بریدونه او د ملکي وګړو په نښه کول غندلي دي.

د القاعدې تاوتریخوالی مذهبي مشروعیت نلري او د اسلام اعتبار ته پداسې حال کې زیان رسوي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانې ټولنې متضرروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500