دین

اسلامي عالمان د دیني زده کړو له لارې د افراطیت پر وړاندې مبارزه کوي

د محمد قاسم راپور

یو دیني عالم د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۴مه د کابل په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه څخه وروسته لمونځ کونکو ته وینا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو دیني عالم د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۴مه د کابل په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه څخه وروسته لمونځ کونکو ته وینا کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- له افراطي ډلو څخه د اسلامي تعلیماتو د بیرته راخپلولو لپاره د زیاتېدونکیو نړیوالو هڅو په لړ کې، مسلمان عالمان د دیني زده کړو، ټولنیزو رسنیو او د ټولنې د پوهاوي له لارې فکري مقاومت رامنځته کوي.

دیني عالمانو چې سلام ټایمز سره یې خبرې کولې، وویل هغوی د تاوتریخوالي هغه مفکورې ننګوي چې د داعش او القاعدې او د هغوی د ملګرو په څېر افراطي ډلې یې د ځوانو پیروانو د استخدام لپاره کاروي.

په کابل کې مېشت سني دیني عالم مولوي عبدالحفیظ حقیار سلام ټایمز ته وویل، «موږ، عالمان، مسولیت لرو چې نه یواځې د وینا له لارې، بلکې د باخبره او مستندې روښانتیا له لارې د دین د حرمت دفاع وکړو،»

هغه وويل، «که موږ چپ پاتې شو، موږ د افراطيانو لپاره میدان تش پرېږدو ترڅو د مذهب انځور خراب او ناپوه ځوانان په دام کې ایسار کړي،»

حقیار وویل، کله چې افراطي ډلې د وژنې د توجیه کولو لپاره د قران کریم آیتونه تحریفوي، عالمان باید ثابت کړي چې دا تفسیرونه غلط او خطرناک دي.

د ترهګرۍ ضد چارو شنونکي محمد فواد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې اسلام د تاوتریخوالي د مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کارول کیږي، نو دا نړۍ ته د دین یو خشن او غلط انځور وړاندې کوي» او همدارنګه د اسلاموفوبیا د پراختیا لامل کیږي.

هغه وویل، «دغه راز، دا په سیمه کې د بې ثباتۍ او شخړو سره هم مرسته کوي،»

هغه خبرداری ورکړ، «که چېرې مسلمانه ټولنه د دې انحراف پر وړاندې چپ پاتې شي، کېدی شي چې مذهبي هویت او یووالي یې «په تدریجي ډول له منځه لاړ شي،»

د منځلارو عالمانو ملاتړ

د کابل پوهنتون د اسلامي مطالعاتو پخواني استاد شیخ ابراهیم عثماني په وینا، چې اوس په اسلام اباد کې مېشت دی، د دیني عالمانو کار په کلیوالو سیمو کې، چې ترهګریزې ډلې په کې قوي نفوذ ساتي، حیاتي ثابت شوی دی.

عثماني سلام ټایمز ته وویل، «موږ باید د مذهبي متونو ژوره او دقیقه پوهه وکاروو ترڅو وښیو چې حتی د جګړې په وخت کې، اسلام تاوتریخوالی محدودوي او د ملکي وګړو یا بې ګناه مسلمانانو د وژنې اجازه نه ورکوي،»

هغه وویل، د لوېدیځې افریقا په څېر سیمو کې د ګواښونو او وژنې د هڅو سره سره، عالمان د افراطیت پر وړاندې خپلې فکري مبارزې ته دوام ورکوي، خو هغوی د حکومتونو او نړۍ والو سازمانونو قوي ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه وویل، «په افریقا کې دیني عالمان باید د ځوانانو د زده کړو د پیاوړتیا او د افراطیت د څپې پر وړاندې د متحدې جبهې د جوړولو لپاره یوځای کار وکړي،»

په تهران کې مېشت شیعه دیني عالم مولوي محمد طارق خادم وویل، په داسې چاپیریال کې چې د القاعدې په څېر ډلې هڅه کوي چې اسلام د تاوتریخوالي او غیر انساني لارې په توګه انځور کړي، د منځلارو مذهبي عالمانو رول په زیاتیدونکي توګه مهم دی.

هغه وویل، «د دین، منطق او حکمت د ژبې په کارولو سره، عالمانو د ټولنې ډېره برخه له ترهګریزو تبلیغاتو څخه ژغورلې ده، لاکن دا هڅې باید پراخې شي،»

هغه وویل، دا د منځلارو عالمانو لپاره د خوندي ځایونو برابرولو ته اړتیا لري.

خادم زیاته کړه، «د افراطیت پر وړاندې مبارزه یواځې د وسلو په کارولو سره نه کیږي. خلک باید د مقدسو متونو صحیح تفسیر ولري. دا مهم مسؤلیت د دیني عالمانو پر غاړه دی، چې باید په زړورتیا سره یې ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500