جرم او انصاف

افراطي ډلې د افریقا په بېلابېلو برخو او یمن کې کوچنیان د جګړې په وسایلو باندې بدلوي

د محمد قاسم راپور

د بوکو حرام پخواني جنګیالي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۱۶مه په ګودوماریا کې د بنسټ پالنې پروګرام او مسلکي روزنې، چې د اجتماعي بیا یوځای کېدلو لپاره لاره هواروي، د پای ته رسېدلو په مراسمو کې د ګنډلو د کار ښودنه کوي. [بوریما هاما/ای اېف پي]

د بوکو حرام پخواني جنګیالي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۱۶مه په ګودوماریا کې د بنسټ پالنې پروګرام او مسلکي روزنې، چې د اجتماعي بیا یوځای کېدلو لپاره لاره هواروي، د پای ته رسېدلو په مراسمو کې د ګنډلو د کار ښودنه کوي. [بوریما هاما/ای اېف پي]

القاعده او د هغې ملګري د لوېدیځې افریقا، ساحل، د افریقا د سینګ او یمن په اوږدو کې له نهیلو کورنیو او جلا شویو ټولنو څخه ماشومان د جاسوسۍ او ځانمرګو بریدونو ترسره کولو لپاره په چمتو کولو سره له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

په جرمني کې مېشت د بشري حقونو څیړونکی محمد طاهر قیومي سلام ټایمز ته وویل،افراطیان ناچاري کوچنیان د پیسو، خوړو او حیثیت ورکولو په غلطو ژمنو سره په خپلو لیکو کې جذبوي.

هغه وویل، «ځینې کورنۍ، یوځې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره، خپل کوچنیان په خطر کې اچوي،»

دیني عالمانو او د بشري حقونو کارپوهانو په مکرر ډول د کوچنیانو په نښه کول د اسلامي اصولو او نړۍ والو قوانینو څخه د سرغړونې په دود غندلي دي.

په کابل کې مېشت دیني عالم مولوي عبدالفتاح محمدي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ترهګرې ډلې کوچنیان جګړې ته لیږي، په حقیقت کې د دیني لارښوونو په تحریفولو سره د اسلام یو تحریف شوی او خطرناک انځور وړاندې کوي،»

هغه وویل، «د جګړې او ځانمرګو بریدونو لپاره له کوچنیانو څخه ناوړه استفاده نه یواځې د انسانیت پر وړاندې جرم دی، بلکې د اسلام له جوهر سره خیانت هم دی،»

محمدي زیاته کړه، «اسلام په څرګنده د کوچنیانو د ساتنې امر کوي او په نظامي عملیاتو کې له هغوی څخه ناوړه استفاده په کلکه منع کوي،»

هغه وویل، د کوچنیانو د ستراتیژیک استخدام له لارې، افراطي ډلې هڅه کوي چې د دوی د تاوتریخوالي اهدافو ته وفادارو جنګیالیو نوی نسل وروزي.

قیومي وویل، دا ډلې له تبلیغاتي لارو چې تبلیغات، ایډیالوژیکه لاسوهنه او رواني فشار سره یوځای کوي، کوچنیان د عملیاتي وسیلو، ځانمرګو بریدګرو او استخباراتي اجنټانو په توګه ځای پر ځای کوي.

د افراطي ښکاریانو په وړاندې ودریږئ

په انقره کې مېشت امنیتي شنونکي محمد منیر ضیایي وویل، په هغو سیمو کې چې حکومتولي کمزورې ده، امنیتي خلاوو د القاعدې لپاره داسې خطرناک فرصتونه رامنځته کړي چې ښوونځیو، جوماتونو او لیرې پرتو کلیو ته لاره وباسي.

ضیایي سلام ټایمز ته وویل، «په کلیوالي سیمو کې چې د حکومت شتون کمزوری او د تعلیمي او کلتوري خدمتونو سطحه ټیټه ده، امنیتي خلاوې د دې سبب شوي چې القاعده کوچنیان په نښه کړي،»

هغه وویل، «دا ډلې کوچنیان د راتلونکو سرتېرو، جاسوسانو او حتی ځانمرګو بریدګرو په توګه روزي. هغوی د کوچنیانو له ناچارۍ څخه د خپلو ناوړه هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي،»

نوموړي وویل، «دا نه یواځې بشري بحران ژوروي بلکې راتلونکي نسلونه او سیمه ایزې ټولنې هم له منځه وړي.»

دیني عالمان ټینګار کوي چې دا ډول کړنې په اساسي ډول له مذهبي قانون او انساني وقار سره په ټکر کې دي.

په کندوز کې مېشت دیني عالم مولوي دین محمد حقیار سلام ټایمز ته وویل، «اسلام د رحمت او عدالت دین دی، او د بې ګناه خلکو، په ځانګړې توګه د کوچنیانو هر ډول استحصال، د مذهبي ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده،»

حقیار خبرداری ورکړ، د ترهګرو ډلو له خوا د کوچنیانو استحصال په جګړه ځپلو سیمو کې د راتلونکي سولې او امنیت لپاره لوی ګواښ دی.

هغه وویل، «موږ له مذهبي ټولنو څخه بیا بیا غوښتنه کړې چې د داسې غیر انساني او منحرفو کړنو په وړاندې ودریږي او خلکو ته د اسلام ریښتینی تعبیر ور ولېږدوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500