د نایجریا په شمال ختیځو ایالتونو کې، چې افراطي ډلو په زرګونو کوچنیان تښتولي او مجبور کړي چې د ځان وژونکو بریدګرو او جاسوسانو په توګه خدمت وکړي، د ملګرو ملتونو یو پروګرام ځوانان د سولې په ساتونکو باندې اړوي.
د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر وړاندې د مخنیوي ادارې (یو اېن او ډي سي) د ۱۴۰۳ د وري په میاشت کې «د نایجریا په شمال ختیځ کې د ناامنۍ په شرایطو کې له تاوتریخوالي څخه د کوچنیانو ساتنه» پروژه پرانستله، چې د بورنو، اداماوا او یوبي جنګ ځپلي ایالتونه په نښه کوي.
له یوې لسیزې څخه ډېر وخت کېږي چې، په دې سیمو کې کوچنیان په نایجیریا کې د القاعدې سره تړليو ګروپونو؛ بوکوحرام، د داعش د لوېدیځې افریقا څانګې، او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو له امله ډېره صدمه لیدلې او نا امني پرې تېرېږي.
د نایجیریا په اړه د یو اېن او ډي سي د ۱۴۰۲ د سلواغې میاشتې د قضیې څېړنې په اساس، کوچنیان مجبور شوي چې «د کورنۍ د غړو وژل، تښتول، وهل ټکول او د غړو پرې کول په خپلو سترګو وویني.»
په نورو جنایتونو کې چې هغوی لیدلي «د یرغمل شویو کسانو سنګسارول، په ډزو ویشتل او سرونه پرې کول» شامل دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنې محمد د سلواغې په ۲مه وویل، «القاعدې او داعش سره تړلو ډلو خپل وژونکي لاسونه د لویدیځې افریقا ساحلي هیوادونو ته خپاره کړي چې ورسره د تاوتریخوالی بریدونه یواځې په دوو کلونو کې له ۲۵۰٪ څخه ډېر زیات شوي دي،»
هغې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، «په دې حساب، د لویدیځې افریقا راتلونکی له یوه ګونګ حالت سره مخامخ دی،»
مېرمن محمد د ځوانانو څنډې ته کول او د بې کارۍ زیاتوالی د مهمو ناچاریو څخه ګڼي چې «یو مکمل نسل د افراطي ډلو پر وړاندې ناچاره کوي.»
د بدلون استازي
د یو اېن او ډي سي غبرګون د ټولنې مشرانو، ځوانانو او کوچنیانو ته «د بدلون استازو» په توګه په ځواک ورکولو باندې تمرکز کوي.
د لړم په میاشت کې، د نایجریا له درې په نښه شویو ایالتونو څخه دودیز واک لرونکي، ښځینه مشرانې، د مدني ټولنې استازي، د رسنیو مسلکي کسان او مذهبي مشران راټول شول څو له تاوتریخوالي څخه د کوچنیانو د ساتنې په اړه خپلې تجربې شریکې کړي.
د غونډې په اړه د یوې اعلامیې په اساس، «د یو اېن او ډي سي روزونکو د ګډونوالو لپاره د اضافي وسیلو په چمتو کولو باندې تمرکز وکړ څو د هغوی په ټولنو کې د سولې رامنځته کولو، ډیالوګ او د شخړو د بدلون نوښتونو د لارښوونې پر وخت وکارول شي،»
دې نوښت په رسمي ډول د وږي په ۵مه د ځوانانو د سولې اتلان (وای پي سي) شبکه پیل کړه، چې د ټولنې د مقاومت پیاوړتیا لپاره طرحه شوې وه.
د ځوانانو، سپورت او پراختیا وزارت له اډاماوا ایالت سره په همکارۍ، یو اېن او ډي سي له درې ایالتونو څخه ۳۲ ځوانانو ته د سولې رامنځته کولو د آنلاین لارو په اړه روزنې او لارښوونې وړاندې کړې.
د بورنو یوې اوسېدونکې چې په امنیتي دلایلو یې خپل ځان د موډو په نامه معرفي کړ، وویل، «د غلطو مالوماتو او اخلاقي آنلاین ښکیلتیا پر وړاندې د مبارزې ناستو د سولې په انکشاف کې او په ځانګړې توګه د کوچنیانو په هکله د ډیجیټل یا آنلاین ځواک پېژندلو لپاره زما سترګې پرانستې.»
د بورنو یوې بلې اوسېدونکې یا دیجا وویل، «د وای پي سي شبکې سره ملګرتیا او د وروستۍ سختې روزنې بشپړولو د کوچنیانو پر ضد د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د سولې کولو په برخه کې زما چلند ته تغیر ورکړ،»
هغې وویل، «دغې روزنې ماته داسې عملي مهارتونه، پوهه او ملاتړې ټولنه په لاس راکړل چې اوس زه کولی شم خپل غږ پرې لا ډېر اوچت او پراخ کړم.»
![د نایجریا د دریو جنګ ځپلو ایالتونو ځوانان د لارښوونې په یوه ورکشاپ کې ګډون کوي. دغه ورکشاپ هغوی دې ته چمتو کړي ترڅو د راډېو، تلویزیون او ټولنیزو کمپاینونو مشري وکړي، او د افراطيانو له خوا د ځوانانو د استخدام پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي. [یو اېن او ډي سي]](/cnmi_st/images/2025/07/17/51201-un-nigeria-program-585_329.jpg)